په سوریه کې د ملي پخلاینې په لور پرمختګ
په سوریه کې د ملي پخلاینې په لور پرمختګ
د سوریې ښکیلو اړخونو ترمنڅ د روسیې همغږيکونکي مرکز اعلان کړي: تر اوسه د سوریې نهه سوه شپږ پنځوس ښآرونه او کلي دملي پخلاینې له اوربند څخه پرخمن شوي دي.
دسوریې ښکیلو اړخونو ترمنڅ د روسیې همغږي کونکي مرکز تیره ورڅ په تیرو څلور ویشتو ساعتونوکې د سوریې پنځو ښآرګوټو د استازو ترمنځ د تړون له لاسلیک څخه خبر ورکړ.
دا مرکز د روسیې پردفاع وزارت تړلی دیاود لاذقیه په څینډه کې د حمیمیم په پنډغالي کې شتون لري. دې مرکزاعلان کړی چې دا هوکړه د حماټ په دریو ښارګوټونو او د حمص اړوند په سیمې پّ دوه کلیو کې لاسلیک شوی دی.
دې مرکز ویلي: د هغه ښارونو، کلیواو سیمو چې د ملي پخلاینې له بهیر سره یو ځای شوي نهه سوه شپږ پنځوسو ته یې شمیره رسیدلې ده.
دا په داسې حال کې ده، د هغه وسله والو ډلو شمیره چې د ملي پخلاینې بهیر تر سیوري لاندې اوربند ته ژمن پاتې شوي، نهه شپیتو ته رسیږي.
له دې سره د حمیمیم مرکز اعلن کړی، چې په تیرو څلور ویشتو ساعتونو کې وسله والو ډلو یو څلویښت ځله له اوربنده سرغړونه کړې او د حلب، دمشق او لاذقیه په څنډو کې یې د دولتي سرتیرو پر مرکزونو بریدونه کړي دي.