په اوکراين کې د لاريونو د دريمي کليزي په وياړ ددې هيواد په واټونو کي يوځل بيا د روس ضد لاريونونه تر سره شوي دي

په اوکراين کې د لاريونو د دريمي کليزي په وياړ چي له امله يي د ويکتور يانوکوويچ حکومت ړنگ شو   ددې هيواد په واټونو کي يوځل بيا د روس ضد لاريونونه تر سره شوي دي

په اوکراین کې د روس پر ضد په لاریونو کې ددې هیواد په پلازمینه کییف کې د روسیې یوه بانکي اداره تر برید لاندې راوستل شوه. د راسیسکایاګاز ورځپاڼې د ریپوټ له مخې، له دې وروسته چې لاریون کونکو د روسي دې بانک ځانګې توکي یوړل، د اوکراین سیاسي غورځنګ پر دفتر چې د روسیې پلویتوب کوي هم برید کړی دی او ودانۍ ته یې زیان اړولی دی. له دی سره امنیتي ځواکونو د لاریون کونکو د ډیرو ویجاړیو د مخنیوي لپاره پر څینې ګام پورته کونکو لاس پورې کړی دی.

د دوه زره دیارلسم کال په نوامبر کې د اوکراین دولت پر وړاندې، چې د اروپا په پرتله یې د روسیې لورې ته پلویتوب ډير وو، لاریونونه پیل شول. لاریونونه د ورځې په تیریدو سره ډيریدل ترهغې چې ددې هیواد حکومت ځنډې ته کیدو ته اړ شو او ولسمشر یې روسیې ته لاړ.

له دې وروسته د یوې ټول پوښتنې له مخې د اوکراین یوه مهمه ټاپو چې کریمه نومیږي له اوکراینه بیله او له روسیې سره ونښلول شوه چې دا ټکی د مسکو او کییف ترمنځ د اختلافاتو د ډیریدو وړ وګرځید. امریکا او اروپا هم پټه خوله پاتې نشول او د روسیې ددې ګام پورته کونکې پر وړاندې یې پر ځینو کړنو لاس پورې کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *