له افغانستان پرته د امنیتي مسایلو نړیوال کنفرانس پای ته ورسید

له افغانستان پرته د امنیتي مسایلو نړیوال کنفرانس پای ته ورسید

په کاناډا هېواد کې د “هالفیکس” په نامه د ناټو سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو ترمنځ د نومبر له ۱۸ تر ۲۰ مې یو نړیوال کنفرانس ترسره شو، چې د نړۍ په امنیتي مسایلو او د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې راڅرخېده.

د اهمیت سره سره ، د اجنډا خلاف چې افغانستان ته هم په دې کنفرانس کې د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، خو د نامعلومو دلایلو له مخې د افغانستان په استازیتوب هېچا ګډون نه دی کړی.

سره له دې په ځینو رسنیو کې داسې رپوټونه خپاره شوي دي، چې د کاناډا هالفیکس په کنفرانس کې د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو په ګډون سربېره د افغانستان د ملي دفاع وزیر عبدالله حبیبي هم ګډون کړی دی.

د رپوټونو پر بنسټ دې غونډې ته یې د ترهګرو د ملاتړ او د هغوی د پټن ځایونو په اړه ځېنې کره اسناد هم وړاندې کړي دي.

خو د ملې دفاع د وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وویل، چې په دې کنفرانس کې د ملي دفاع وزیر ته بلنه ورکړل شوې وه، خو په غونډه کې د ګډون له پاره کاناډا ته نه دی تللی.

د رادمنش پر وینا، په دې درې ورځنۍ غونډه کې هغه هېوادونه چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مخ دي او بل د ناټو سازمان د غړیو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې شوي دي.

په غونډه کې د ترهګرۍ په خلاف د ګډې مبارې په لارو چارو او د هېوادونو تر منځ د همکارۍ د څرنګوالي په اړه هم خبرې شوي دي.

هغه وايي، افغانستان او نور هغه هېوادونه چې هلته ترهګریزعملیات ترسره کېږي؛ په دې کنفرانس کې د ټولو هېوادونو د پیوستون او د دې پدیدې په مقابل کې د چمتووالي او په راتلونکې کې پلان لري له دغو هېوادونو سره یوځای د ترهګرۍ پر وړاندې له نږدې وګوري او د ترهګرۍ پر وړاندې چمتووالی اعلان کړي.

خو د ملې دفاع وزارت مرستیال ویاند په دې کنفرانس کې د ملې دفاع د وزیر د نه ګډون دلایلو په اړه څه ونه ویل او زیاته یې کړه، چې په دې کنفرانس کې د اجرایوي ریاست پلاوي ګډون کړی دی خو د اجرایه ریاست مرستیال ویاند دا موضوع رد کړه، خو مني چې ټاکل شوې وه د حکومت اجرایوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې کنفرانس کې د افغانستان استازولي وکړي، خو د هغه د نه ګډون د لایل هم اجرايوي ریاست په ډاګه نه کړل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *