له ارګ سره د عبدالله پر ځای عطامحمد نور چنې وهي

له ارګ سره د عبدالله پر ځای عطامحمد نور چنې وهي

یوې معتبرې سرچینې ویلي د عبدالله او د جمعیت د اجرایوي رییس تر منځ له ځېنو مهمو مسایلو پرده پورته کړه.

د دې سرچینې په خبره، له ډېر وخت راهیسې ډاکټر عبدالله له ارګ سره له چنو وهلو څنګ ته شوی او پر ځای یې عطامحمد نور له ارګ سره مذاکراتو ته رامخکې شوی دی.

سرچینه زیاتوي، د جمعیت ګوند په دې پوی شوی دی، چې ډاکټر عبدلله عبدالله د ارګ سره د چنو وهلو توان نه لري.

سرچینه زیاتوي، اوسمهال له ارګ سره د مذاکراتو پر مخ بیولو له پاره عطامحمد نور په کابل کې دی او روانې خبرې وروستۍ مرحلې ته رسېدلي دي.

سرچینه همدارانګه ټینګار کوي، چې د قوي احتمال له مخې به خبرې مثبتې پایلې ته ورسېږي او وروسته به د ولسمشر او عطامحمد نور تر منځ یوه هوکړه لیک لاسلیک شي.

د سرچینې له قوله، په دې هوکړه لیک کې د ملي یووالي حکومت د سیاسي هوکړه لیک د تعهداتو ځېنې برخې، په ملي او نړیوالو مسایلو کې د جمعیت ګوند ګډون، په بېلابېلو برخو کې د سمون راوستل او په شفاف ډول به له دواړو خواوو په حکومتي څوکیو د اشخاصو ګومارل شامل دي.

سرچینه د یوې رسنۍ خپور شوي راپور ته په اشارې سره چې د بلخ سرپرست والي په دولتي بستونو کې د ځېنو کسانو ګومارل ارګ ته وړاندیز کړي؛ وايي، چې د ارګ او عطامحمد تر منځ د وړاندیز شوې کڅوړې یوه برخه ده.

عطامحمد یوازې د عبدالله پر ځای له ارګ سره خبرې مخ ته وړي. د سرچینې په خبره نوموړی اوس هم د اجرایوي ریاست د پایښت پلوی دی؛ خو یوازې غواړي، چې د واک د وېش سرچینه بدله شي.

د سرچینې پر وینا، هغه امتیازات چې ارګ عطامحمد نور ته په پام کې نیولي؛ په مقابل کې یې د جمعیت ګوند له حکومته ملاتړ کوي؛ په ملي او نړیوالو مسایلو کې به د ارګ تر څنګ ودرېږي.

سرچینې په باور، په روانو مذاکراتو کې پر جمعیت ګوند سربېره، د تاجکو، پښتنو، هزاره‌وو او اوزبکو قومونو یو شمېر مشران چې له واک لرې پاتې شوي؛ د عطامحمد نور ملاتړي دي.

سرچینې همداراز زیاته کړه، له ارګ سره د خبرو پر مخ وړلو کې د دې له پاره عطامحمد نور وټاکل شو، چې اجرایوي ریاست د جمعیت ګونډ هیلې پوره نه شوې کړی او له ارګ نه د حق په اخیستلو کې ناتوانه و.

په ورته وخت کې یوې بلې باوري سرچینې د نوم نه افشا کولو په شرط سلام وطندار ته وویل، چې په یوې صمیمي غونډه کې ډاکټر عبدالله له عطامحمد نور څخه وغوښتل، چې د ارګ مذاکرات پرېږدي او اجازه ورکړي، چې اجرایوي ریاست دغه کار مخته یوسي.

د اجرایوي ریاست ویاند عبدالرحمان رحیمي وویل، ښايي، چې عطامحمد نور د بلخ سرپرت والي او د جمعیت ګوند د اجرایوي رییس په توګه له ارګ او ځېنو لوړپوړیو چارواکیو سره خبرې اتر کړې وي، خو له ارګ سره د چنو وهلو په موقف کې د حکومت د اجرایوي رییس ځای ناستی نه دی.

رحیمي زیاتوي، عطامحمد نور د اجرایوي ریاست یو له پلویانو دی او له حکومت سره د خبرو اترو په برخه کې د اجرایوي ریاست د ټیم له مهمو کسانو ګڼل کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *