پاکستان د ترهګرو د سختو ځپلو ادعا کړې
پاکستان د ترهګرو د سختو ځپلو ادعا کړې
پاکستاني پوځي چارواکي په دغه هېواد کې د ترهګرو د ځالو د له منځه وړلو خبر ورکوي.
د پاکستان د پوځ يو جنرال هدايت الرحمن پرون په پېښور کې د يوې پوځي غونډې په مهال وويل، چې په دغه هېواد کې يې ترهګر سخت ځپلي او نور د درېدو توان نه لري.
په دې پوځي غونډه كې له ترهګرۍ سره د مبارزې په لار کې د وژل شويو سرتېرو په ياد يو لړ پروګرامونه هم جوړ شوي وو.
دا په داسې حال کې ده، چې په شمالي وزيرستان کې د پوځ ضرب عضب عمليات روان دي، چې ډېر کله پوځيانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوړي.
دغه راز د پاكستان په نورو ايالتونو کې هم کله ناکله د ترهګريزو بريدونو راپورونه ورکول کېږي.