په هند کې له پټلیه د اورګاډي د وتلو په پیښه کې۹۶ کسان ووژل

په هند کې له پټلیه د اورګاډي د وتلو په پیښه کې۹۶ کسان ووژل

د هند په اترپردېش ایالت کې چارواکي وایي، د اورګاډي د چپه کېدو له امله ۹۶ کسان وژل شوي او تر دوو سوو نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په خبره، پېښه د یکشنبې په ورځ کانپور ښار ته نږدې شوې چې له امله یې د اورګاډي ۱۴ ډبې چپه شوې دي. د خلکو د ژغورنې لپاره سیمې ته ژغورونکې ډلې رسېدلې دي.

د اترپردېش په کانپور کې یو امنیتي چارواکی ذکي احمد ځايي رسنیو ته ویلي، تر دا دمه یې نږدې دوه سوه کسان ژغورلي او لا هم سیمې ته امبولانسونه ځي چې پاتې کسان هم وژغوري.

د اترپردېش د پولیسو عمومي مشر جاوید احمد وايي، لا هم دوه ډبې په یوه بله کې ننوتلې او د پرې کولو او له یو بل نه د بېلولو کار یې روان دی.

تراوسه دا معلومه نه ده چې ولې د اورګاډي ډبې له پټلۍ وښوییدې او دا پېښه رامنځ ته شوه.

د اورګاډي یوې سپرلۍ بي بي سي ته ویلي: “د شپې درې بجې وې، سخت غږ مې واورېد، څو ډبې له پټلۍ وغړېدې، هر یو په درد کې و، پخپله مې څو مړي او ټپیان ولیدل”.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودی پر پېښه خواشیني ښودلې او په خپل ټوېټر کې یې لیکلي د پټلۍ له وزیر سرورس پرابو سره مې خبرې وکړې “چې په خپله دا پېښه له نږدې څاري”.

نريندر مودي زیاتوي، ښاغلي پروب ته یې سپارښتنه کړې چې “د پېښې د عاملانو له پېژندلو وروسته له دوی سره ممکنه سخت عمل وشي”.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *