موی تای لوبډلې نړیوالو سیالیو ته لاره پیدا کړې

موی تای لوبډلې نړیوالو سیالیو ته لاره پیدا کړې

د افغانستان موی تای ملی لوبډله په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د شنبې په ورځ روسیې ته لاړه.

د روسیې په کازان ښار کې دا سیالۍ به د نومبر له ۲۰ تر ۲۷ پورې روانې وي. په دې سیالیو کې د نږدې ۸۰ هېوادونو لوبډلې ګډون لري. د افغانستان په موی تای ملي لوبډله کې د دې ډلې مشر، اووه لوبغاړي، یو روزونکی او دوه داوران روسیې ته تللي دي.

د افغانستان د بدني روزنې ادارې ویاند عارف پیمان وویل، د ملي لوبډلې یو شمېر غوره لوبغاړي دغو سیالیو ته غوره شوي چې وړاندې تر دې یې هم په ورته سیالیو کې ګډون کړی وو او ښې لاس ته راوړنې یې هم لرلې.

د نوموړي په خبره، وړاندې تر دې چې دغه لوبغاړي مسکو ته د سیالیو لپاره لاړ شي، پرله پسې تمرینونه یې کړي دي او سیالیو ته یې پوره تیاري نیولې ده.

د موی تای دا نړیوالې اتلولۍ د ۲۰۱۷ کال په نړیوالو سیالیو کې د ګډون لپاره د برخې ترلاسه کولو لپاره دي.

دا نړیوالې سیالۍ د راتلونکي کال په جون کې په پولېنډ کې ترسره کېږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *