په کویټه کې 4 امنیتي سرتېري ووژل شول
په کویټه کې ۴ امنیتي سرتېري ووژل شول
د بلوچستان ایالت په مرکز کوټه کې چارواکي وایي، د نامعلومو وسلوالو په برید کې څلور امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د کوټې د پولیسو مشر عبدالرزاق چیمه خبري غونډې ته وویل، په وژل شویو کې درې ملېشه او یو پولیس دی.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه کې یو لاروی هم ټپي شوی دی.
په سیمه کې چارواکي وايي، په ټپ ټپي(موټر سایکل) سپرو وسله والو پر امنیتي سرتېرو دا برید کړی او بیا له سیمې تښتېدلي دي.
د یادولو ده چې تېره میاشت هم له پولیسو سره په نښه کې څلور وسلوال وژل شوي و.
له دې پېښې درې ورځې ځانمرګو په کوټه کې د پولیسو په روزنیز مرکز برید وکړ چې له امله یې ۶۱ سرتېري مړه او له ۱۲۰ ډېر ټپیان شول.