ننگرهار کي د ملا بزرګ په نامه د داعش یو قومندان وژل شوی
ننگرهار کي د ملا بزرګ په نامه د داعش یو قومندان وژل شوی
د افغانستان په ختیځ ننګرهار کې سیمه ییزو چارواکو تایید کړې چې د “ملا بزرګ” په نوم د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې یو قومندان په هوایي برید کې وژل شوی دی.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاؤ الله خوګیاڼي بي بي سي ته وویل؛ ملا بزرګ تېره ورځ ناوخته د کوټ ولسوالۍ په لاغرجوی سیمه کې له خپلو ۷ نورو ملګرو سره یوځای د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی.
ملا بزرګ د داعش له مهمو قومندانانو و چې د سیمه ییزو سرچینو په وینا ددغې ډلې لپاره یې خورا ډېر ارزښت درلود.
همداراز راپور ورکړل شوی چې تېره شپه یو سیمه ییز ملا عبدالصمد د ننګرهار روداتو ولسوالۍ کې د داعش اړوند وسله والو لخوا وژل شوی دی.
د سیمه ییزو سرچینو پ وینا، دغه دیني عالم وړاندې د طالبانو لپاره د عشر او زکاټ ټولولو په تور د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی و، خو داعش وسله والو هغه تېره شپه وژلی دی.
عشر د کرنیزو محصولاتو له لسو یوه برخه ده چې دولت ته ورکول کېږي او زکات هم د مسلمانانو دیني وجیبه ده.
ننګرهار کې د طالبانو او داعش غړي په وار وار په جګړه شوي دی.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې د داعش ډلې د رامنځته کېدو اصلي مرکز ګڼل کېږي.
که څه هم د افغانستان دولتي او نړیوالو ځواکونو څو ځلې ویلي چې دغه ډله یې ننګرهار کې ځپلې ده او د ځمکنیو او هوايي عملیاتو په ترڅ کې یې د داعش جنګیالیو شمېر نیمایي کړی، خو له دغو ټولو هڅو سره سره لا هم داعش په افغانستان او په تېره بیا ننګرهار کې امنیت ته جدي ګواښ ګڼل کېږي.