په یمن کې اته څلویښت ساعته اوربند رامنځ ته شوی
په یمن کې اته څلویښت ساعته اوربند رامنځ ته شوی
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ایتلاف په یمن کې د ۴۸ ساعته اوربند پیلولو اعلان کړی، چې په څو ساعتونو کې به یې عملي کول پیل شي.
دغه ایتلاف په یوه خبرپاڼه کې – چې د عسودي رسنیو خپره کړې ده، ویلي که حوثي یاغیان او د دوی ملګري اوربند ته ژمن پاتې شول، دا اوربند غځېدلای هم شي، چې په لړ کې یې د تعز په څېر د کلابندو ښارونو ولسي وګړو ته د بشري مرستو رسولو اجازه ورکړله شي.
سعودي عربستان په نړیواله کچه د یمن د پېژندل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي په ملاتړ د ایتلاف مشري کوي. دا ایتلاف د حوثیانو او د هغوی د ملګرو او مخکیني ولسمشر علي عبدالله صالح پروړاندې جنګېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر څو ورځې وړاندې ویلي وو، د یمن د جګړې دواړې غاړې په اوربند سلا شوې دي، خو د هادي حکومت هغه مهال ویلي وو “په دې هوکړې خبر نه دی”.
یمن کې له شاوخوا ۱۸ میاشتو راهیسې جګړه روانه ده، چې له کبله یې لږترلږه ۷ زره کسان وژل شوي، چې ډېری یې ولسي وګړي دي او نژدې ۳ میلیونه نور له خپلو مېنو وتلو ته اړایستل شوي.