له المانه ۱۲ زره افغان کډوال ویستل کيږي
له المانه ۱۲ زره افغان کډوال ویستل کيږي
د افغانستان په بېلابېلو لویو ښارونو کې اوسمهال امنیت ښه شوی او افغان کډوال کولی شي، چې خپلو کورونو ته لاړ شي.
۱۲ زره پناه غوښتونکي افغانان د المان د ټولو ۲۴۷ میلیونو کډوالو ۵ سلنه جوړوي.
د المان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان د امنیت نه شتون یوازې یوه پلمه او اوسمهال ناموجه ده.
یاد وزارت دا هم ویلي، چې د ټولو پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه څېړل کيږي او په دې اړه به په پریکړه کې خورا غور وشي.
المان د افغان کډوالو په اړه په داسې حال کې پريکړه کوي، چې یوه اوونۍ وړاندې په مزار شریف ښار کې د جرمني په کونسلګرۍ برید وشو او شاوخوا ۶ تنه پکې ووژل شول.