د عراق کردستان ویشلو یا جدا کولو لپاره دسیسه

د عراق کردستان ویشلو یا جدا کولو لپاره دسیسه

عبدالباري عطوان په دي ورځپاڼه کې د یاداشت په ډول لیکلې؛ د عراق کردستان سیمې مشر مسعود بارزاني ، د عراق کردستان سیمې خپلواکې ترلاسه کول او دغي سیمې ته آزادي ورکول یا په بله خبر ځانګړي هیواد جوړل ندي پټ کړي.

دي لکه د پلار په څیر په دي پوهیږي او درک کړي یي ده چې د دي هیلې پر وړاندي څوک خنډونه رامنځ ته کوي ، نو له دي مخي یي د آمریکا له خوا هغه طرحه چې ګویا دي به پر عراق باندی برید وکړي او دغه هیواد له منځه یوسۍ او نظام يي چپه کړي هیڅ کله هم دغه طرحه ندي منلې او دغه اساسی ګام پر وړاندي يي له هیڅ ډول اساسی کار څخه دریغ ندي کړي.

د چهار شنبه په ورځ بارزاني ، موصل ته نیږدي له هغو سیمو څخه چې دامهال پکې نښتی روانې دي او له هغو مخکین مرګه سرتیرو سره يي لیدنه کړي ده چې لاندي يي مهمي او اساسی خبري چې له دغو سرتیرو سره يي کړي دي راخلو او بیان کوو یي.

لومړي خبره داوه چې نوموړي په خپلو خبرو کې ویلې د کردستان خپلواکې یا آزادی ترلاسه کولو موضوع يي عراق ته د سفر مهال دوه میاشتی وړاندي د عراق له لومړي وزیر حیدر العبادي سره شریکه کړي ده او له هغه سره په دي خبرو کې دي پریکړي ته رسېدلی ترڅو په دي سیموکې جګړي اوربند او یوه هوکړي ته سره رسېدو نه نیږدي شوي دي.

بارزاني په دي اړه وویل: « که چیري له بغداد سره یوي هوکړې ته ونه رسیږو نو د بله یوه لار پاتې کیږي چې هغه هم ټول پوښتنې ترسره کول دي».

بارزاني خبرو ته په کتو سره دوهمه مهمه خبره داوه چې نوموړي ټینګار کړي چې له امریکا سره هوکړي ته رسېدلي ترڅو د کردستان له نیول شویو سیمو څخه چې د ۱۱ زره او پینځه سوه سرتیرو وینو په تویدو یي د کردستان سیمې آزاده کړي په دومره آساني سره چاته پری نږدي او له دغو سیمو څخه به شاتګ ونکړي او هیڅ کله به هم لکه د نورو هیوادونو یا سیمو په څیر د دوي خبري ونه منل شې او کردستان به هغه سیمې چې ترلاسه کړي او آزاده شوي دي خپل ځان سره خوندي وساتي.

له دغو دوه خبرو څخه چې څه ترلاسه کیږي هغه روښانه خبره ده وروسته له دي چې موصل د مخکین مرګه سرتیرو له لوري او د امریکا په مرسته له تکفیري اسلامي یا داعش څخه آزاد شي نو هغه سیمې چې د مخکین مرګه سرتیرو له لوري آزاده شوي دي د یو ځانګړي کردستان هیواد په توګه خپلواکې اعلان کړي.

دغه سیمې عبارت له کرکوک چې خورا غني نفت لرونکې سیمه ده او د موصل لري پرتي سیمې دي او سنجار کوهستانات سیمې دي چې آزاده شوي دي.

خو مهمه او جالبه مئسله دلته ده چې بارزاني چې دامهال یو پخواني او تجربه ناکه سیاست مدار ده هغه سیمې چې د دوي له لوري آزاده شوي او یاهم له امریکا یا عراق دولت سره هوکړي رسېدلي دي نغوته یا اشاره نده کړي او نه یي هم ځانګړي کړي دي.

نوموړي دغه موضوع نده شریکه کړي خو په ډیري سیموکې دامهال د مخکین مرګو سرتیرو او داعش ترمنځ نښته روانه ده چې دغه سرتیري دامهال د پرمختګ په حال کې دي.

نوموړي د دي خپلواکه هیواد رامنځ ته کیدو وروستیو یا سرحدي پولو ته اشاره کړي او وايي هغه به د دوی سرحدونه وي تر کومه ځایه چې مخکین مرګه سرتیري په جګړه کې بري ترلاسه کړي.

بارزاني وايي؛ اوس مهال مونږ یوي تازه مرحلې یا پړاو ته دننه شوي یو. دامهال له موصل ښار سره څو کیلو متري ته نیږدي شوی یو او الله تعالي مهربانه ده چې داعش په دي نښته کې ماته وخوري او مونږ په دي بریالي شو ترڅو د موصل آزادي ترلاسه کړو.

د نوموړي له دي خبري څخه روښانه کیږي چې جنګ را روان دي او دا جنګ به د روانې جګړي څخه خورا سخت او دردونکې وي ځکه دوي غواړي په دي نښته کې اسلامي دولت تکفیري صهیونستي یا داعش ډلي ته ماتې ورکړي او له موصل څخه دغه ډله بهرکړي.

نوموړي دا خبره رد نکړه او په صراحت سره یي وویل مونږ نه پوهیږو چې داعش به داځل په مونږ باندی څه بلا راولي ، خو مونږ باید راتلونکې هر ډول ګواښ لپاره چمتو اووسو د کردستان تل خوندي ساتلو لپاره له موصل څخه داعش ډلی ویستل اړین دي.

عطوان د خپل دي یاداشت کې زیاته کړي؛ مونږ هغه بلا چې راتلونکې ده او بارزاني په دي اړه بي خبري ښودلي کولي شو دلته شرحه وړاندي کړو. دغه بلا د عربانو ترمنځ کورني جګړي پیل ده چې د کردیانو عربیانو او د عراق او کردستان ترمنځ رامنځ ته کیږي. دغه جګړه چې ممکن ده د سوريي ، ترکیه ، او ایران پښې هم دغي جګړي ته را اوږدي شي ځکه داخبره بعید ده چې په کردستان کې سنی او شیعه د یوي ټولنې ترلاندي سره یوځاي شې او کردان په دي برخه کې سره یولاسي شي.

له دي وړاندي موهم ویلي وو د امریکا لپاره باور لرونکې سرتیري مخکین مرګه ندي چې د دوي له لوري د اسلامي دولت داعش ماتي لپاره موصل جګړي ته وردانګې خو که چیري بارزاني له واشنګټن څخه لويه ګټه ترلاسه کړي او هغه هم د کرکوک او کوهستار سنجار سیمي ترلاسه کول دي چې غواړي له کردستانت سره یي یوځاي کړي، او دا روښانه خبره ده چې بارزاني داسي کار نه کوي چې په خپل سر سره وغواړي له ایران او ترکیه سره دښمني پیل کړي هخوا يي د امریکا له لوري هوکړه ترلاسه کړي او له همدي امله غواړي په دي برخه کې د خپلو سرتیرو سرونه قربان کړي.

په موصل کې د داعش یا اسلامي دولت پر وړاندي جګړي ګډ ایتلاف لویه معجزه کړي ده په دي جګړه کې کردیان ، شیعه او سني عربیان ترکیه او ایران د امریکا تر ایتلاف لاندي ګډ په دي عملیاتو کې ونډه اخیستی ده.

ډيري ګمان کیږي چې د دي ائتلاف سر به الرقه ته هم ورسیږي، لري خبره نده چې دغه جګړه به هرو مرو پاي ته رسیږي خو د غنیمت یا لکه د سوريي په شان عراق څخه غنیمت ترلاسه کولو لپاره یو دبل پر وړاندي سره ودریږي او امریکا به دغه هیوادونه تحریک کړي ترڅو یو له بل سره په نښته اخته شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *