په لومړي ځل سره د اربعین رسمی اروپایي ټولنه په عراق کې

په لومړي ځل سره د اربعین رسمی اروپایي ټولنه په عراق کې.

په اروپا کې د اربعین لومړي ټولنه دري کاله وړاندي د یو قالب په شکل د ان جي  او (NGO)

تر نامه لاندي جوړه او ثبت شوه. د دي ان جي او هدف داده ترڅو هغه اروپایي هیوادونو اوسېدونکې چې غواړي د اربعین په مراسمو کې ګډون وکړي او له تیرو دریو کلنو رادیخواه يي کومه منظمه برنامه نه درلوده سکال په دي بریالي شوي ترڅو د لومړي ځل لپاره دغه کسان سره راټول او له دي لاري دغو شانداره مراسمو ته چې په عراق کې ترسره کیږي واستوي.

په همدي اړه د دي اروپايي ټولني بهرنیو اړیکو  مسؤول حجت الاسلام سید احسان شیرخدايي د رادیو تلویزیون خبریالانو ته په دي اړه وویل؛ سکال په دي بریالي شوو ترڅو دسایټ له لاري ۹۵۰ تنه چې له ۱۸ اروپایي هیوادونو څخه یی مونږ سره نوم لیکنه کړي وه بریالی شوو ترڅو اربعین حسینی مراسمو ته یی عراق ته راوړو. له دی سره نوموړی زیاته کړه چې شاوخوا ۵۰ تنه هغه کسانو وو چې تازه مسلمان او شیعه مذهب سره یوځاي شوی دی او پاتي نور هغه کسان چې له پخوا څخه مسلمان او شیعه وو خو له ډیري مودي رادیخواه اروپايي هیوادونو ته ګډه شوی او اروپایی دینونه یی خپل کړي وو خو اوس یوځلی بیا مسلمانان او شیعه دین په سره یوځاي شوی دی او اسلامي نړي سره یوځاي شوی دي.

له دی سره نومودي زیاته کړه چې په دي کاروان کې ډیری کورنی چې اصلیت يي مسلمانان وو له افغانستان ، سوریه، لبنان او بیلابیلو هیوادونو څخه وو اروپاته تللی وو او هلته يي هستوګنه غوره کړي وه له مونږ سره یوځاي شوی دي.

دي وايي: ټاکل شوی دغه مسلمانان وروسته له دي چې په نجف کې دري شپي پاتي شي له دري وځو څخه وروسته د اربعین په پاي پياده مراسمو کې ګډون وکړي.

له دي سره نوموړي د دي اروپايي اربعین کمیټی په اړه وویل: مونږ او یوشمیر بیلابیلو ژبو لرونکو دوستانو چې په دي کمیټه کې له مونږ سره هم غږي دي دا پریکړه وکړه ترڅو په دي مراسمو کې د دي مسلمانانو لپاره کلتوري زده کړو آسانتیا هم برابره کړو.

شیرخدايي زیاتوي: له دي ډلي زمونږ فعالیتونه عبارت دي له ، د دي کسانو یو له بل سره په بیلابیلو برخو کې یوځاي کول او د دوی له اطلاعاتو څخه دي کمیټی لپاره ګټه پورته کول د راتلونکو کلونو لپاره ښه لاره غوره کول ، د دوي لپاره بیلابیل دینی محفلونو یا ناستو جوړول چې دوی وشي کولي په دغو اسلامي ناستو کې ګډون وکړي او د خپل پوهاوي کچه لوړه کړي او همداشان نور…

له دی سره نوموړي زیاته کړه : د دي ترڅنګ چې دوي ته مونږ بیلابیلی آسانتیاوي برابري کړي د دي ترڅنګ مونږ یوشمیر نجوني چې کولي شي خطاطي وکړي ځان سره عراق ته راوستلی ترڅو دغو تازه مسلمان شویو کسانو ته اسلامي زده کړي له دي لاري څخه وروه ښايي او دوي وکولي شي له دي لاري څخه خپل اسلامي معلومات زیات کړي.

همداشان مونږ له ایران څخه د عراق په لور په بیلابیلو سیمو کې چي مو غوښتل هلته د لنډی مودي لپاره وقفه یا استراحت وکړو نو دغو خورګانو په دي برخه کې له مونږ سره ډیره مرسته کړي او دوي ته يي د دیوالونو په کرښو سره ډير څه ورښودلي دي.

له دي سره دي وايي له دي امله چې دغه اروپايي مسلمانان چې اربعین مراسمو لپاره مونږ سره راغلي دي له دي امله چې یو بل څخه ورک نشی د دوی لپاره مو شني رنګه جامی او یوشمیر دوسمالونه چې ځانګړي شکل لري جوړ کړي ترڅو په دي مراسمو کې یو له بل څخه ورک نشي.

همدا راز مونږ له ځان سره یوشمیر ډالی هم راوړي لکه تسبیح ګوتی او همدا راز نو شیان ترڅو د دي مراسمو په وروستیو شیبو کې وکولي شو دغو اروپايي یوځاي شویو کسانو ته يي ډالي کړو. او د دي ډالیو اخیستلو بودیجه دیوشمیر مسلمانانو وروڼو مرستو په واسته ترسره شوی ده. دغه فعال روحاني په پای کي وویل: دا چې داځل زمونږ په دي قالب کې لومړي تجربه ده بریالی شو ښه میلمه پالنه وکړو او د اسلام په چوکاټ کې بریالی شو ترڅو د دي کسانو لپاره مو څه کړي وي او همدا شان په راتلونکې کلونو کې بریالي شو دغه کاروان کسان له دي هم زیات کړو او اروپایي هیوادونو څخه يي اربعین مراسمو ته ځان سره راولو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *