د موصل څخه کډوال له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوانه دي

د موصل څخه کډوال له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوانه دي

یواځې په دې سیمه کې ملکي کسان له ستونزو سره ندي مخ بلکې هغه کسان چې د بعشیقې له جګړې په تیښته بریالي شوي دي تر ډيرې مودې د پیشمرګه ځواکونو په تمه وي ترڅو دوی امنو سیمو ته ولیږدوي دا هغه تمه ده چې په سړه هوا کې یې زغمل ستونزمن وي.

صدام عابد- “مونږ تیره ورځ دلته را ورسیدو او دا فکر مو وکړ چې په همدې ورځې به حرکت کوو. ترڅلورو بجو په تمه پاتې شوو وویل شول چې په شپږو بجو به موټر راشي بیا یې وروسته وویل موټر نشته او لاره بنده ده مونږ شپه تر شنه آسمان لاندې تیره کړه مونږ نه کمپله لرو او نه هم توشکه هیڅ هم نشته.”

دې ته په کتو سره چې د موصل عملیات به تر کله دوام لري ډيری ښځې او ماشومان به له ستونزو ډکې شپې ورځې تیرې کړي او ډيری شپې به تر شنې آسمان لاندې پاتې شي او دا هم نده روښانه چې ددوی څومره کسان به د جګړې د اور په لمبو کې وسوځیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *