د عراق په موصل کې عمليات روان دي او تر اوسه ډيری سيمي له داعش څخه نيول شوې
د عراق په موصل کې عمليات روان دي او تر اوسه ډيری سيمي له داعش څخه نيول شوې دي خو داعش هم د انځورونو په خپرولو سره د کلک مقاومت ښکارندويي کړې ده خو په دي منځ کې د ملکي کسانو ستونزو انديښنې ډيرې کړې دي
دعراق حشدالشعبي ډله د تل عفر هوایي ډګر له نیول کیدو وروسته هڅه کوي ترڅو نورې سیمې هم د داعش له وسله والو پاکې کړي، د عراق پوځ هم د موصل په ختیځ کې د داعش پر مورچلو بریدونو ته زور ورکړی او د ښار د مرکز په لور د پرمختګ په حال کې دي.
عبدالوهاب اسدي- “د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ځواکونه د تحریر سیمې په لور د پرمختګ په حال کې دي. دا سیمه محار ناحیې ته نږدې پرته ده. مونږ په سیمه کې د ملکي کسانو د شتون له کبله ورو پر مخ روان یو او دا عملیات به د سیمې تر نیولو دوام ولري.”