په امریکا متحده ایالاتو کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ترامپ پروړاندې لاریونونه خپل اوج ته رسېدلي دی.

په امریکا متحده ایالاتو کې د نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ترامپ پروړاندې لاریونونه خپل اوج ته رسېدلي دی.

لاریون کوونکې نیوکه کوي چې ګویا د امریکا دغو تعجب آورو ټاکنو ته باید یوه لاره پیداکړي، بلخواه نوي منتخب ولسمشر ډونالډترامپ تر دي مهاله د دغو خبرګونونو په اړه څخه ندي ویلې خو یواځي د هغو کسانو په اړه چې د امریکا بیرغ ته یی اور ورته کړي وايي چې دوي خپل هیواد سره خیانت ترسره کوي.

په ریپوټونو کې راغلي چې د امریکا په ۲۵ سترو ښارونو کې دامهال د نوي ټاکل شوی ولسمشر پر وړاندي لاریونونه روان دي. په لاس آنجلس کې پولیسو پر لاریون کوونکو باندي برید کړي چې ویل شوی لومړي لاریون کوونکو پولیسو باندی د تیګو برید کړي او په دي نښته کې شاوخوا ۲۰۰ تنه د پولیسو له لوري هم نیول شوی دی.

همدا راز د لاس آنجلس پولیس وایي دغه لاریون چې له پارک مک آرتور ودانیو پیل او تر فدرال ودانیو پوري یي دوام درلود شاوخوا ۸۰۰۰ کسانو پکې ګډون کړي وو.

همدا راز په سانفرانسیسکو کې د ریپوټونو په حواله ویل شوی چې په دغو لاریونونوکې څه باندی ۸۰۰۰ کسانو ګډون کړي وو، همدا شان په دالاس، بوستون، دنور، کانزاس، او د امریکا په یوشمیر نورو مهمو ښارونو کې هم لاریونونه ترسره شوی دی.

لاریون کوونکو شعار ورکوو چې، پرته له ده ، ټاکنې له ده سره دي، او په ښکاره توګه وايو چې مونږ کډوال منو او د ترامپ پروړاندي به خپل غبر ګون ښکاره کوو. همدا راز لاریون کوونکو شعارونه ورکول چې د مکزیکي کډوالو وړاندیز په اړه چې باید سرحدي دیوال جوړل شي نشي کولي څوک دغه دیوالونه جوړ کړي، تاسو لاسونه لنډ له دي کار څخه دي.

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دونالډ ترامپ بریالي کېدل نه یواځی دا چې ولس ته د تعجب یا حیرانتیا خبره ده بلکې دوړاو نورو نوماندانو ته هم د حیرانتیا ځاي ده او دغو ټاکنو د خلکو له لوري بیلابیل غبرګونونه راپارولي دي.د امریکا پخواني او زوړ ورځپاڼي لوستونکې لیدي ګاګا ، کله چې په لومړیو شیبو کې اعلان وشو چې ګویا ډونالډ ترامپ بریا ته رسېدلي د نوموړي کور مخي ته لاس په لاریون پوري کړو او د نوموړي پر وړاندي یي خپل غبرګون ښکاره کړو.

همدا شان طنز لیکونکو او د یوشمیر خپرندویه نشراتو مسؤلینو هم په خورا توحین داره شکل دغه ټاکنې ولس ته بریا ویلي ده،. یوتن غبرګون ښودونکې وایي چې ټرامپ نه پوهیګې چې مونږ له بریا څخه یي نه یو خفه شوي بلکې د ده له بریا څخه ډار شوي یو،. همدا راز یوتن بل وايي چې زه ګمان نه کوم چې ټرامپ ته رایي ورکونکې د نژاد پرستي له مخي رایه ورکړي وي، زه ګمان کوم هغو ډیریو کسانو چې خپله دنده له لاسه ورکړي ده د ټرامپ په خبرو سره تیروتي دی.

همدا راز الکترونکې طوماري په خپل سر جوړ شوي چې له دي الکتور څخه غوښتل شوي ترڅو چې هیلاري کلنټون ته د ایالتونو په خلاف چې نوموړي ډیري رايي پکې درلودي کمې رایي ورکول شوی دی. په یوشمیر ښارونو کې دغه الکتورها کولي شې چې خپل کار ترسره کړي خو په یوشمیر نورو ښارونو کې بیا که چیري داسی ترسره شي نو جریمه کیږي.

که څه هم د یوشمیر نور دوهم ډول ایالتونه هم د الکتور په شان محاسبه کیږي. تر دي مهاله پوري ۳.۸ میلیونه کسانو تر دي مهاله دغه طومار لاسلیک کړي دي. همداشان دغه رقم دامهال د پراختیا په حال کې ده، په دي سرشمیرنه کې کلنټون تر دي مهاله پوري له ټولو ډیري رايي ترلاسه کړي دي، خو بلخواه بیا ټرامپ له خپل سیال نوماند څخه په دي برخه کې ډیري رايي ترلاسه کړي کړي دی.که څه هم دغه موضوع تازه نده خو باید د الکتور نونو لخوا غیرمتحمل خبره هم نده خو اوس باید د قوس یا لنډي میاشتی تر ۲۹ نیټي پوري په تمه پاتي شو ترڅو د الکتورها کالج د امریکا په اړه راتلونکې ولسمشر په اړه پایلي څرګنده شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *