د سوريې په حلب ښار کي نښتو ته زور ورکړل شوی دی
د سوريې په حلب ښار کي نښتو ته زور ورکړل شوی دی او په دې سيمه کې ۲۵۰ زره ملکي کسان له سخت گواښ سره مخ دي
په ورته حال کي ملگرو ملتونو ويلي د سپتمبر پر يولسمي د بريد په هکله يي څيړني کړې او کيدای شي د بريد تر سره کونکې په جنگي جنايت تورن شي
په دې وروستیو شپو ورڅو کې په حلب ښار کې سختې نښتې روانې دي. د سوریې پوځ د روسیې او سوریې هوایي ځواکونو په ملاتړ د خپلو وسله والو پر وړاندې د بریدونو په حال کې دي او ملګرو ملتونو په ډيریو سیمو کې د ملکي کسانو له کلابندیه خبر ورکړی دی. له دې سره چې سوریې او روسیې څو ځله یو اړخیز اوربند اعلان کړی خو وسله والو نه یواځې چې په خپله له دې سیمې وتلي بلکې ملکي کسانو ته یې هم د وتلو اجازه نده ورکړې.