ملګرو ملتونو ویلي د سپتمبر د نولسمې نیټې د بریدونو په هکله یې څیړنه کړې
ملګرو ملتونو ویلي د سپتمبر د نولسمې نیټې د بریدونو په هکله یې څیړنه کړې او کیدای شي بریدګر په جنګي جنایت تورن شي.
جان اليسون- ” دا یو ستونزمن ماموریت دی هغه ماموریت چې په سیمه کې ورته لاس رسی خپلې ستونزې لري او کیدای شي د عیني شاهدانو څرګندونو ته په رسینو کې خای ورنکړل شي له دې سره مونږ د ریښتینولی په لټه کې یو هغه څه چې روښانه دي د مرستو رسولو پر دې کاروان برید یو جنګي جنایت دی.”
د حلب ښار چې د سوریې اقتصادي پلازمینه شمیرل کیږي له ستراتیژیکو سیمو څخه شمیرل کیږي او په دې هیواد کې هره ښکیله ډله ددې ښآر د نیولو هڅې کوي په تیرو کې دې ښار د بوختیا په رامڼځ ته کولو او اقتصادي وده کې خپل مهم رول لوبولی دی خو وروستیو جګړو دا ښآر په ړنګه بدل کړی دی.