د پاکستان سیاسي ګوندونو د افغان کډوالو د پاتې کېدو ملاتړ کړی دی

د پاکستان سیاسي ګوندونو د افغان کډوالو د پاتې کېدو ملاتړ کړی دی

د یاد هېواد سیاسي ګوندونو په غونډه کې د جماعت اسلامي، جمعیت علما، عوامي نیشنل پیبلز پارټي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند استازو او د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک ګډون کړی و.

پخوا ویل شوي وو، چې افغان کډوال د ۲۰۱۷ میلادي کال ترمارچ میاشتې په پاکستان کې پاتې کیدی شي. افغان کډوال تر ډیره خیبر پښتونخوا کې اوسیږي. د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک رسینو ته ویلي، چې دوی ھم چمتو دي له   ۲۰۱۷کال وروسته دا مودہ غځول شي.

له پاکستانه خپل هیواد ته د افغان کډوالو بیرته ستنیدو بهیر اوس ګړندی روان دی او ویل کيږي، چې د سږکال په اوږدو کې ۹۰۰ زره افغان کډوال بیرته خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د پاکستان سیاسي ګوندونو غونډې ګډونوالو له دولته غوښتي، چې د زده کونکو او کار وباریانو له پاره دې ځانګړې ویزې ورکړل شي.

په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو استازی عبدالحمید جلیلي د پاکستان سیاسي ګوندونو پریکړه ستایلې او ویلي یې دي، چې تر راتلونکي مارچ پورې ټول افغان کډوال هیواد ته نه شي ستنیدی.

افغان کډوال هم وایي، چې په پخوانۍ ټاکلې موده کې دوی خپلو کاروبارونو حسابونه نه شول پاکولی، نو ځکه خو ددې مودې غځیدلو ته خوښ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *