په جوزجان ولایت کې یوه پلار خپله لور او وراره وژلي دي

په جوزجان ولایت کې یوه  پلار خپله لور او وراره وژلي دي

جلۍ د تره له زوی سره په حجره کې کیسې کولې، چې د جلۍ پلار پرې ورځي او دواړه د مینتوب په تور د ترښځې په ګوزار وژني.

دغه پېښه د جوزجان ولایت فیض اباد ولسوالۍ په کوکلداش کلي کې را منځته شوې ده. یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ته وویل، چې وژلې شوې جلۍ او هلک پر یو بل مین وو.

د فیض اباد ولسواله سایره شکیب سادات د ۲۵ کلنې صحراګل او ۲۰ کلن محمد اسلم په اړه وايي، چې دوی له یو بل سره په یوې خونه کې خبرې کولې، چې د جلۍ پلار پرې ورځي او د ترښځې په ګوزار دواړه وژني. د مېرمن سادات په خبره، د جلۍ پلار نیول شوی او په جرم یې اعتراف کړی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *