پوتین د نړیوالې جنایي محکمې سره تړون لغوه کړ
پوتین د نړیوالې جنایي محکمې سره تړون لغوه کړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړيوالي جنايي محکمې د تشکیل نه د روسیی د وتلو فرمان لاسکیک کړی. اړونده سند د حقوقی معلوماتو په ویبپاڼه کې خپور شوی. پدی سند کې لیکل شوی: «ملګرو ملتونو عمومي منشي ته د نړيوالي جنايي محکمې نه د روسیي د وتلو د خبرتیا د استولو وړاندیز منل شوی دی» همدارنګه پدی سند کې راغلی، ولسمشر پوتین د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ته هدایت ورکړی چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د نوموړی پریکړی نه خبر کړی.