پوتین او ټرمپ اړیکې
د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره د امریکا د ټاکلي ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ټلېفوني اړیکې وروسته کریملین وویل، چې دواړه مشران “د مسکو- واشنګټن اړیکو د عادي کولو” هوډ لري.
کریملین ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دغه ټلېفوني اړیکه کې ښاغلي پوتین د امریکا ټاکلي ولسمشر ته د خپلو “ټاکنیزو پروګرامونو د پلي کولو” هیله وښوده.
د روسیې ولسمشر دا هم ویلي، چې د “برابرو اصولو” له مخې د امریکا له نوي دولت سره خبرو ته چمتو دی.
د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په هڅو کې ډونلډ ټرمپ په ځلونو د روسیې ولسمشر ستایلی او ژمنه یې کړې وه، چې په ټاکنو کې په بریالیتوب به له روسیې سره همکاري ډېره کړي.
ښاغلي ټرمپ ویلي و “هغه(پوتین) زموږ له ولسمشر(بارک اوباما) ډېر غوره دی. “
ښاغلي پوتین هم ډونلډ ټرمپ “یو ډېر مخکښ او وړ شخص” بللی و.
په دا مهال د امریکا تلونکی ولسشر بارک اوباما وايي، ښاغلی ټرمپ “ځواکمنې ناټو ته ژمن دی. “