د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته دوه افغانان نوماندان دي

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ته دوه افغانان نوماندان دي

په متحده ايالتونو کې د ولسمشرۍ ټاکنو يوه اوونۍ وروسته د لومړنيو معلوماتو له مخې جوته شوي چې په حکومت کې د بدلونونو امکانات راڅرګنديږي. “نیویارک ټایمز” ورځپاڼې د هغو کانديدانونومونه چې امکان لري د نوې ولسمشر اداره ئي په مهمو پوستونو کې وټاکې یو لست خپور کړی دي. د ورځپاڼي د معلوماتو له مخې دامريکا د بهرنيو چارو وزارت ته پنځه تنه کانديد دي چې په دغو کسانو کې زلمي خليلزاد او استنلی مک کریستال هم شامل دي. زلمی خليلزاد — اصلي ټاتوبی افغانستان دي او امريکا ته مهاجر شوی دي د ۲۰۰۳ کال له نوامبر د ۲۰۰۵ کال د جون تر میا شتي پورې په افغانستان کې دامريکا سفیر وو. وروسته په عراق کې د امريکا سفير وو(د ۲۰۰۵ کال د جون له ۲۱د ۲۰۰۷ کال د مارچ تر ۲۶). وروسته له هغه په ملګرو ملتونو کې د امريکا ځانګړی استازی (د ۲۰۰۷ کال د اپريل له ۱۷ — ۲۰۰۹ کال دجنوري تر ۲۲). جنرال استنلی مک کریستال له ۲۰۰۹ تر ۲۰۱۰ کال پورې په افغانستان کې د نړی وال سوله ساته ځواکونو قوماندان وو.. د يادونې وړ ده چې ان د روان ميلادي کال د جون په پيل کې دواړو يو پرانستی ليک د امريکا ولسمشر بارک اوباما ته استولی او له هغه څخه ئي غوښتي چې په افغانستان کې د امريکائي عسکرو شمير کم نه کړي او شمیر ئي په اوسني حالت دولسمشر د مودې تر پوره کېدو پورې خوندي کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *