ایران او چین هیوادونو د پوځي اړیکو یو ټړون لاسلیک کړ

ایران او چین هیوادونو د پوځي اړیکو یو ټړون لاسلیک کړ

د ایران دولتي تلویزیون وایي چې تهران او بیجینگ د گډو پوځي تمرینونو د کولو او د ترهگرۍ ضد جگړه کې له یو بل سره د همکارۍ تړون لاسلیک کړ.

د ایران د دفاع وزیر جنرال حسین دهقان ویلي دي چې هغه دغه تړون د دوشنبې په ورځ د خپل چینایي سیال چانگ وانقوین سره لاسلیک کړ.

په رپوټ کې دا هم ویل شوي دي چې د دواړو هیوادونو د گډو پوځي تمرینونو ترڅنگ ایران او چین هڅه کوي چې “یو ډله ییز حرکتامنځ ته کړي” چې د ترهگرۍ په ضد مبارزه وکړي.

ایران او چین خپلې پوځي اړیکې په پرله پسې ډول پیاوړې کړي دي او د دواړو هیوادونو پوځي بېړۍ کولای شي چې د یو بل له بندرونو څخه گټه واخلي.

د رند په نامه څیړنیز مرکز وايي چې په تیرو څو لسیزو کې چین او ایران پراخې او ژورې همکارۍ پیل کړي دي. دغه همکاري انرژۍ ته د چین په اړتیا، د ایران پراخو منابعو نه گټه اخیستل، اقتصادي اړیکو، د وسلو خرڅلاو، پوځي همکاریو او د امریکا د متحده ایالاتو په وړاندې په سیمه کې د انډول په رامنځ ته کولو متمرکزه ده.

دغه څیړنیز مرکز دا هم ویلي وو چې د ایران او چین دغه شراکت د امریکا گټو او اهدافو ته یو ځانگړی گواښ دی.

له بلې خوا ایران د پاکستان سره هم ورته پوځي تړونونه لري او تر څنگ کې په تجارتي چارو کې هم لوي موافقې لاس لیک کړې دي. یو ددې تړونونو څخه د پاکستان د گوادر بندر څخه د چین گټه اخیستل دي.

چین پدې هیله دی چې د ګوادر بندر له لارې منځني ختیځ او مرکزي آسیا ته تجارتي لار پیدا کړي. د یکشنبې په ورځ د ګوادر نوي رغول شوي بندر ته د چینایي توکو یو لوی تجارتي کاروان راورسید چې هرکلي ته یې د پاکستان صدراعظم او ددې هیواد د پوځ لگوی درستیز هم ورغلي وو.

د گوادر بندر د چین او پاکستان ترمنځ د ۴۶ میلیارده ډالرو په ارزښت د اقتصادي کوریدور د جوړیدو پروژه ده چې له دې لارې د چین د لویدیځ او د عرب بحیرې ترمنځ سوداگري روانه وي.

دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان د ملي امینت د ادارې پخواني رئیس رحمت الله نبیل، ویلي دي چې ایران د طالبانو سره مالي او تسلیحاتي مرسته او د هغوی ملاتړ کوي.

ښاغلي نبیل د امریکا غږ سره په یوه ځانگړې مرکه کې ویلي چې ایران تر ډیره حده د افغانستان په لویدیځ کې د طالب جنگیالیو سره مرسته کوي. هغه وایي چې ایران د یوې وسیلې په توگه له طالبانو غواړي چې د داعش د پرمختگ مخه ونیسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *