د ترکيې تر ملاتړ لاندي وسلوال الباب ښار ته نيږدې شوي
د ترکيې تر ملاتړ لاندي وسلوال الباب ښار ته نيږدې شوي. د ترکيي لومړي وزير مرستیال ددغه خبر په اعلان سره د حلب په نښتو کي له ښکيلو لورو سره د خبرو اترو په خاطر يو لوي گام بللي دي . په همدي حال کي د سوريې کردي ځواکونه چي عراق د بعشيقي ښار په نيول کي يي رغنده رول درولود په سوريه کي مبارزي ته د چمتوالي خبر ورکوي .
دترکیې لومړي وزیر له دې سره ویلي: انقره دې ته چمتو ده تر څو د سوریې آزاد پوځ په ملاتړ د داعش پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي، ده دا بریدونه په حلب په ځانګړې توګه په سوریه کې د خبرو لپاره یو مهم ګام ښودلی دی.
نعمان کارتولماز-
“د سوریې خپلواکه پوځ الباب ته نږدې پروت دی. څرنګه مې چې مخکې وویل د الباب په ملاتړ به هوایي بریدونه له سره پیل شي په دې سیمه کې زمونږ فعالیت د حلب په خبرو د خبرو له پیلیدو سره همهاله پیلیږي. دا خبرې ترکیې ته یو فورصت په لاس ورکوي ترڅو د سوریې له آزاد پوځ څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.”
د الباب ښار له ترکیې سره ګډې پولې ته په دیرش کیلیو متری کې پروت دی او په همدې کچه له حلب سره واټن لري، د سوریې په جګړه کې د هرې ښکیلې ډلې لپاره ستراتیژیک اهمیت لري.