د اداري فساد لويې دوسيې په جدي توگه ځيړل کيږي

د اداري فساد لويې دوسيې په جدي توگه ځيړل  کيږي  د لويي څارنوالی وياند جمشيد رسولي په يوه خبري ناسته کي وويل تر اوسه د فساد په تړاو ځانگړې څارنوالی ته  پنځه پنځوس دوسيې رسيدلې او په جديت سره پرې کار روان دي

د لویی څارنوالی ویاند وویل: هغه د فساد شپاړس سترې دوسیې  چې د ولسمشرۍ ماڼۍ څخه دوی ته ور استول شوې، پر اتو یې په جدي توګه کار روان دی، په دریو یې لومړني کارونه پیل شوي، درې دوسیې کشفي ادارو ته سپارل شوې او دوه یې اړوندې څارنوالۍ ته سپارل شوې دي.

له دې سره ده ویلي په دې اړوند یوشمیر کسان د ځمکو د غضب او بډې په تور نیول شوي او یا یې دندې ځنډیدلې دي.

ددوی په وینا تر اوسه په ټولیزه توګه د درنو اداري فساد ځانګړې محکمې ته پنځه پنځوس دوسیې رسیدلې او هڅه کیږې  چې دې دوسیو ته په رڼه او چټکه توګه رسیدنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې دا ډول لومړنۍ محکمه تر سره شوه چې پکې د لویې څارنوالی یو غړی د پنځوسو زرو ډالرو د بډې او د یوه خصوصي بانک یو کارکونکو  چې د یوه خدای بښلې د بانک له اکونټ څخه یې یو سل پنځوس زره ډالره ایستلي وو محاکمه شول.

د  ادارې فساد پر وړاندې دا قضایي او عدلې اداره څلور میاشتې وړاندې پرانستل شوې او د ملي یوالي حکومت مشرانو په دې موخه په مراسمو کې د فساد پر وړاندې پر جدي مبارزې او په دې اداره کې پر سیاسي نه لاسوهنې ټینګار وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *