هندي ځواکونو اوه پاکستاني سرتیري وژلي دي

هندي ځواکونو اوه پاکستاني سرتیري وژلي دي

اسلام اباد ډیلی تورن کړی چې سرتېرو یې د دوشنبې په شپه پر پاکستاني لوري ډزې کړي دي او لږ تر لږه اووه پاکستاني پوځیان یې وژلي دي.

چارواکي وايي ډزې د کشمیر په لانجمنې سیمې کې شوي دي. د پاکستان د پوځ یوه اعلامیه وايي چې پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې کړې، خو په اعلامیه کې ویل شوي نه دي چې ایا کوم هندی سرتېری وژل شوی او ژوبل شوی هم دی کنه.

پاکستان دا ډول بریدونه په کلکه غندلي او تور یې لګولی دی چې په دې وروستیو کې د هندي ځواکونو د توغندیو په بریدونو کې په کشمیر کې شاوخوا ۲۶ ولسي خلک وژل شوي او څه باندې ۱۰۰ نور ژوبل شوي هم دي.

په اعلامیه کې د لومړي وزیر نواز شریف له خولې لیکل شوي ” موږ د هر یرغل پر ضد د خپلې خاورې دفاع کولی شو، ” ښاغلي شریف ویلي دي چې د هند د پوځ د دا ډول اقداماتو هدف دا دی چې حالت نور هم خرابه کړي او په “کشمیر کې د بشري حقونو د بحران په اړه د نړیوالو پام بل لوري ته واړوي”.

پاکستان په همدې تړاو په اسلام اباد کې د هند عالي کمېشنر وربللی چې رسمي شکایت ورته وکړي. خو د هند حکومت په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

کشمیر د هند او پاکستان ترمنځ یوه پخوانۍ ستونزه ده چې په دې وروستیو کې له کبله یو وارې بیا د دواړو غاړو ترمنځ ستونزې زیاتې شوي دي. د همدغه تاوتریخوالي له کبله له سیمې هم سلګونه کسانو کورونه پرېښي او تښتېدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *