کیدای شي اروپايي پارلمان د ترکیې په وړاندې بندیزونه ولګوي

کیدای شي اروپايي پارلمان د ترکیې په وړاندې بندیزونه ولګوي

داروپائي پارلمان مشر مارتین شولتز وائي چې د ژورنالستانو او مخالفينو د نيولو له کبله کيدای شي پر ترکيي اقتصادي بنديزونه ولګول شي. « موږ بايد په روپائي ټولنه کې په دې اړه فکر وکړو کوم اقتصادي تدابير بايد ونيول شي. ګمرکې اتحاديه چې ترکيه ئي غړی دي بايد دکال تر پايه پورې سم شي. د ژورنالستانو او د مخالفو سياستوالود نیونې د څپو وروسته زه د ګمرکونو د اتحادیې د پراختيا تصور نه شم کولای»، دامطلب مارتین شولتز څرګند کړ. ده زياته کړه کچيري ترکيه داعدام سزا عملي کړي نو په هغه صورت کې به اروپائي اتحاديه په دغه سازمان کې د ترکيي د غړيتوب پر سر خبري پرې کړي. مخکې جرمني ویلي وه که ترکيه د اعدام سزا عملي کوي نو داروپائي اتحادئي او ترکيي ترمنخ به خبري اتري ونه شي

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *