ولسي جرګې د لوړو زدکړو وزیره سلب صلاحیت کړه، دوه نورو وزیرانو ته یې د باور رایه ورکړه
ولسي جرګې د لوړو زدکړو وزیره سلب صلاحیت کړه، دوه نورو وزیرانو ته یې د باور رایه ورکړه
د ولسي جرګې په دریو استیضاحیه غونډو کې تر اوسه د کابینې شپږ وزیران سلب صلاحیت شوي دي.
د افغانستان ولسي جرګې د دوشنبې ورځې په استیضاحیه غونډه کې، د عدلیې او ښارجوړونې وزیرانو ته د باور رایه ورکړه، خو د لوړو زدکړو وزیره فریده مومند یې سلب صلاحیت کړه.
وکیلانو په نننۍ غونډه کې له دوه ساعته بحثونو وروسته، د وزیرانو د استیضاح د پروسې د دوام فیصله وکړه اود لوړو زدکړو وزیرې فریدې مومند، د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور او د ښار جوړونې وزیر سید سعادت منصور نادري ته یې د هغوی په غیاب کې د رأیې ورکولو صندوقونه کیښودل.
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۰۲ وکیلان حاضر وو او د وزیرانو د سلب صلاحیت لپاره ۱۱۸ رایو ته اړتیا وه.
د لوړو زدکړو وزیرې فریدې مومند د ۶۳ تائیدي او ۱۳۱ رد رأیو په ترلاسه کولو د وزارت څوکۍ له لاسه ورکړه، خو د ښار جوړونې وزیر سید سعات منصور نادري د ۱۳۵ تائیدي او ۵۹ رد، او د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور د ۹۵ تائیدي او ۱۰۱ رد رأیو په ترلاسه کولو د خپلو وزارتخانو په څوکیو پاتې شول.
په دې سره د افغانستان ولسي جرګې د ولسمشر محمداشرف غني د کابینې شپږ وزیران سلب صلاحیت او له کاره ګوښه کړل.
له دې مخکې د بهرنیو چارو صلاحالدین رباني، د فواید عامې وزیر محمود بلیغ، د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزیره نسرین اوریاخیل، د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي او د ترانسپورت وزیر محمدالله بتاش د ولسي جرګې له خوا سلب صلاحیت شول، خو د مالیې وزیر اکلیل حکیمي ته یې د باور رایه ورکړه.