په نیوزیلنډ کې یوځل بیا ځمکریږد رامنځ ته شوی

په نیوزیلنډ کې یوځل بیا ځمکریږد رامنځ ته شوی

په نیوزیلنډ له لومړۍ ۸٫۷ درجې زلزلې څو ساعته وروسته یوه بله ۶٫۳ درجې زلزله شوې. د زلزلې ژوروالی ۱۰ کیلومتره او مرکز یې د لومړۍ زلزلې ځای ښودل شوی دی.

دویمه زلزله د یکشنبې په ورځ د ماسپښین شاوخوا دوه بجې شوې ده. لومړۍ زلزله د شنبې په ورځ شوې وه.

دواړې زلزلې د نیوزیلنډ جنوبي ټاپو ته څېرمه کریایسټ چرچ ښار ته نژدې شوې دي.

بلخوا ایټالیا کې زوروره زلزله شوې. په لومړۍ زلزله کې دوه کسان وژل شوي او لسګونه نور یې تر روغتونه رسولي دي.

له لومړۍ زلزلې وروسته، د نیوزیلنډ شمال ختیځ ساحل کې د څونامي رامنځ ته کېدا لامل هم شوې.

سیمه ییزو چارواکو د کرایسټ چرچ ساحل کې د څونامي خبرداری ورکړی و، نن ایله ژوبلو شویو ته مرستندویان ورسېدل.

د نیوزیلنډ د زلزلې پېژندنې مرکز ویلي، شاید تر راتلونکو څو اونیو پورې نورې کوچنۍ زلزلې هم وشي.

کرایسټ چرچ د نیوزیلنډ درېیم لوی ښار دی چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې پکې د زلزلو له کبله اغېزمن شوی او لږترلږه ۱۸۵ کسان پکې وژل شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *