چين د ټرامپ په مشری له امريکا سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی
چين د ټرامپ په مشری له امريکا سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی . د چين د بهرنيو چارو وزير اعلان کړی، دامريکا د ولسمشر په توگه د ډونالد ټرمپ له ټاکل کيدو سره پکن له واشنگتن سره ښو اړيکو ته چمتوالی لري .
د چين د ديپلوماتيکي اړيکو مشر وانگ په یوه خبري ناسته کې ویلي، د ډونالډ ټرامپ په مشری د امریکا په نوي پړاو کې له دې هیواد سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو. ده ویلي دوی له امریکا سره د متقابل درنښت له مخې د اړیکو د پراختیا غوښتونکي دي.
وانگ يي- “مونږ غواړو له امریکا سره د میقابل درک له مخې اړیکو ته پراختیا ورکړو. څرنګه چې ولسمشر شي جي پینګ په خپل د مبارکۍ پیغام کې ویلي وو، مونږ غواړو د متقابل درنښت له مخې خپلو اړیکو ته پراختیا ورکړو.”
د چین بهرنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې مخکې له دې د امریکا نوي ولسمشر د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال د چین پر ضد شعارونه ورکول. ټرامپ په دې آند دی چې له چین سره ډیری سوداګریز تړونونه د امریکا د زیان لامل ګرځیدلي دي.
د چین بهرنیو چارو وزیر له خپل ترکي سیال سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې دې ته نغوته کړې ده. چاوش اغلو د قبرس ستونزې د هواری لپاره د خبرو په موخه چین ته تللی دی، په دې هلکله د سویس ناسته بې پایلې پای ته ورسیده او ټاکل شوې بله ناسته د روان کال د نوامبر په میاشت کې په جینو کې پیل شي.
په نولس سوه څلور اویایم کال کې پر قبرس د ترکیې ځواکونو برید ددې ټاپو د بیلتون لامل شو، د ترکیې قبرس یواځې د ترکیې له لوري په رسمیت پیژندل شوی او اوس مهال په دې سیمه کې پنځه دیرش زره ترکي سرتیري شتون لري.