میانمارې پوځیانو ۲۵ روهینګا مسلمانان وژلي دي

میانمارې پوځیانو ۲۵ روهینګا مسلمانان وژلي دي

د میانمار پوځ ویلي، د یکشنبې په ورځ د مسلمان مېشتي راخین ولایت په ځینو کلیو کې لږترلږه ۲۵ کسان په ډزو وژل شوي دي.

پوځ وايي، وژل شوي کسان په لرګیو او چړو سمبال وو. د شنبې په ورځ پوځ د چورلکو په مټ په راخین ولایت کې د روهینګا پر ځینو کلیو برید وکړ چې د دوو پوځيانو په ګډون لږترلږه کسان پکې ووژل شول.

پوځ وايي، دا بریدونه په سیمه کې د وسله والو د “چاڼیزو” عملیاتو په موخه ترسره شول. سمندر کې سلګونه روهینګا مسلمانان وژغورل شول

پر خواله رسنیو ځینې داسې انځورونه او وېډیويي کلیپونه خپاره شوي، چې وژل شوې ښځې او ماشومان پکې ښکاري. په وروستیو دوو ورځو کې سلګونه کلیوال له خپلو مېنو کوچېدو ته اړایستل شوي. راخین ولایت له تېرې یوې میاشتې راهیسې د حکومت د پوځ په کلابندۍ کې دی.

هلته وروسته تر هغه اړدوړ پیل شو، چې په ځینو بریدونو کې ۹ پولیس د وسله والو له خوا ووژل شول.

راخین کې تر یو میلیون ډېر روهینګا مسلمانان اوسېږي. د میانمار حکومت وايي روهینګار د هېواد اصلي وګړي نه دي.

لسګونه زره وګړي په لنډمهالو کېږدیو کې اوسېږي، دوی وروسته تر هغه کوچېدو ته اړ شول چې په ۲۰۱۲ کال یې اکثریت بودایانو سره جګړه ونښته چې لسګونه کسان پکې ووژل شول.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *