له چين څخه د گوادر له لاري ترانزيتي لاره د پاکستان ملکي او پوځي چارواکيو په گډون پرانستل شوه
له چين څخه د گوادر له لاري ترانزيتي لاره د پاکستان ملکي او پوځي چارواکيو په گډون پرانستل شوه
له دي وروسته له چين څخه به پاکستان ته د گوادر له لاري هم توکي ليژدول کيژي
د ګوادر لاره چې د پاکستان په لودیځ کې پرته ده هغه اقتصادي لاره ده چې له پاکستان سره د چین شپږ څلویښت میلیارده ډالرو د تړون له مخې پرانستل شوې چې له دې وروسته به دواړه هیوادونه د توکیو او انرژی د لیږد را لیږد په برخه کې کار واخلي. د پآکستان لومړي وزیر تیره ورځ ددې لارې د پرانستلو په مراسمو کې دا لاره نه یواځې د پاکستان بلکې د سیمې لپاره ګتوره وښوده.
نوازشريف- “پآکستان اوس مهال د سمې په دریو برخو کې د ودې ټکي په توګه اوښتی چې سویلي آسیا چین او مرکزي آسیا سره نښلوي دا لاره به ددې سیمو په اقتصادي وده ګې ګتوره وي او دسیمې خلکو ته به د بوختیا د رامنځ ته کیدو لامل شي له دې سره دې سیمې ته به د نړۍ ډيری پانګوال مخه کړي.”
چینایانو د خپلې سوداګریزې لارې د اړتیا له مخې د پاکستان په خاوره کې ډيری پلونه پلچونه او واټونه په لاره اچولي دي او د چین له سینګیانګ څخه د پاکستان تر ګوادر بندره ددې لارې رغول به چې درې زره کلیو متره واټن لري تر دوه زره پنځه ویشتم کاله دوام وکړي.