د افغانانو قرباني کولو ته د پای ټکی کیږدئ
د افغانانو قرباني کولو ته د پای ټکی کیږدئ
ټرامپ ته د ښاغلي کرزي وینا: د افغانانو قرباني کول پای ته ورسوئ
د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا نوي ولسمشر ته ویلي: افغانان غواړي ترڅو له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د افغانانو په غوښتنه بدلون راشي او د افغانانو قرباني کول هم پای ته ورسیږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا نوي ولسمشر ته د مبارکۍ پیغام په استولو سره ویلي: افغانان هیله مند دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې او افغانستان په هکله هم د امریکا دریځ ته بدلون ورکړل شي او هغه لارو څخه کار واخستل شي کوم چې ریښتینې دي.
ښاغلي کرزي زیاته کړې: « افغانان هیله مند دي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه د ترهګرو ځالو اومرکزونو ته متمرکزه شي او د افغانانو قرباني کولو ته د پای ټکی کیښودل شي. له کلونو راهیسې د افغانانو هیله په هیواد کې د سولې او ټیکاو رامنځ ته کول ده. هیله مند یو چې په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړل شي.»