ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې، د پوهنې او ترانسپورت وزیران بیواکه کړل، خو د مالیې وزیر پر ځای پاتې شو
ولسي جرګې په ننۍ غونډه کې، د پوهنې او ترانسپورت وزیران بیواکه کړل، خو د مالیې وزیر پر ځای پاتې شو
په داسې حال کې چې استیضاح شوي وزیرانو نه وو راغلي د پوهنې وزیر حنیف بلخي د یوسل یو دیرشو د ترانسپورت وزیر محمد الله بتاش د یو سل دوه څلویښتو رد په رایو سره بې واکه شول خو د مالیې وزیر د یوسل دولسو رد رایو سره پر خپل ځای پاتې شو
ولسي جرگي ته د راغوښتل شويو وزيرانو د نه راتگ سربيره دې جرگې د استيضاح بهير ته دوام ورکړ
دا په داسي حال کي ده چي د ولسي جرگي له لوري دريو وزيرانو له بي واکه کيدو وروسته ولسمشري ماڼۍ تيره ورځ ناوخته د ولسي جرگي له پلاوي سره په ليدنه کي ددې بهير د ځنډونو غوښتنه کړې ده
د ولسي جرګې ننۍ غونډه سهار مهال، د مالیې، پوهنې او ترانسپورت وزیرانو د استیضاح په تمه پیل شوه. خو وزیران د ولسي جرګې ناستې وره نغلل. کیدای شي دا وزیران د ولسمشر له لوري له دې امله منع شوي وي چې تیره ورځ ولسي جرګې د بهرنیو چارو، ټول ګټې او کار او ټولنیزوچارو وزیران بې واکه کړل.
له دې سره چې ولسي جرګې ددې بهیر د څنډولو غوښتنه کړې خو د ولسي جرګې غړيو نن پریکړه وکړه چې د استیضاح لړۍ ته به دوام ورکوي. یو شمیر استازو ولسمشر د تیرې ورځې ناوخته په غونډه کې ولسمشر پر معاملې تورن کړخو د ولسي جرګې ریس ویلي چې هیڅ ډول معامله نده شوې، عبدالروف ابراهیمي له ولسمشر ته وویل چې د حکومت او ولسي جرګې مخامخ کیدل د ولس په ګټه ندي.
دوی له ولسمشر څخه ددې بهیر د دوام د اجازې غوښتنه کړې ده.
دا جنجالونه نن په داسې حال کې روان وو، چې د ولسمشرۍ له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې د اساسي قانون د دوه نویمې مادې له مخې د تیرې ورځې بې واکه شویو وزیرانو په ځانګړې توګه د بهرنیو چارو وزیر بې واکه کول د قانون پر خلاف ښودلي دي. په دې اعلامیه کې راغلي: لکه څرنګه چې د ولسي جرګې غړي د وزیرانو له فعالیته په ځانګړې توګه د بودیجې په هکله په ښه توګه مالومات لري دا هیله کیږي چې د بشپړو مالوماتو تر لاسه کیدو د وزیرانو د استیضاح لړۍ وځنډول شي.
په ولسي جرګه کې تاوده او د پام وړ بحثونه د بودیجې پر نه لګښت راڅرخي. د ولسي جرګې غړي وزیران پر بې پلانۍ تورنوي وایي حکومتي چارواکي هڅه کوي ترڅو خپل او خپلوان پر دندو وګماري نو له دې امله پرمختیایي پروژو ته پاملرنه نکوي.