د عراق موصل ښار عمليات د داعش له کلک مقاومت سره مخ شوي دي

د عراق موصل ښار عمليات د داعش له کلک مقاومت سره مخ شوي دي او د دولتي سرتيرو ددوی پر مورچلو درانه هوايي بريدونه کړي دي. په ورته حال کي ويل شوي چي داعش پر ملکي سيمو د کيمياوي وسلو بريدونه کړې دي

د عراق دولتي الوتکو په موصل کې د داعش پر مرکزونو درانه ګزارونه کړي او خپلو بریدونو ته یې زور ورکړی دی. د عراق پوځ په دې هکله انځورونه خپاره کړي ویلي یې دي چې دا بریدونه د داعش په ماته کې مهم رول لوبولی شي. په تیرو لسو ورځو کې پّ دې ښار کې د داعش پر وړاندې اوه سوه دري شپیته هوایي بریدونه تر سره شوي او تر اوسه د داعش اته سوه اوه اویا جنګیالي وژل شوي دي. په ورته حال کې داعش هم د جګړې لومړۍ کرښې ته نولس موتر بم او پنځه لس موټر سایکل سپاره ځآنمرګي بریدګر استولي دي.

په ورته حال کې داسې نښې نښانې هم تر لاسه شوي چې د داعش له لوری پر ملکي کسانو د کیمیاوي وسلو د کارونې ښکارندویي کوي. پر یوه پنځه کلن ماشوم له دوه میاشتو وروسته هم دا نښې لیدل کیږي سیمه ایزو مسولینو وایي دا نښې نښانې د توغندي له لګیدو وروسته پر ځای پاتې شوې دي.

سرحان عواد- “کله چې په دې بڼ کې توغندی ولګید ډیره لږه ویجاړي یې رامنځ ته کړه دا توغندی له دریو ترڅلورو ورځو همدلته وو خو کله چې امنیتي مسولین راغلل ویې ویل چې په دې توغندي کې کیمیاوي توکي کارول شوي دي نو له دې مخې زیانمن کسان په جدیت سره تر څارنې لاندې ونیول شول.”

مخکې له دې د ملګرو ملتونو بشر حقونو سازمان هم ویلي وو چې داعش په موصل کې له کیمیاوي وسلو کار اخلي. له څلورو اونیو راهیسې له داعشه د موصل ښار د پاکوالی په موخه عملیات په لاره اچول شوې چې تر اوسه دولتي سرتیرو پرمختګ هم درلودلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *