د عراق په موصل کي داعش په بيرحمي سره په ټول وژني لاس پورې کوي

د عراق په موصل کي داعش په بيرحمي سره په ټول وژني لاس پورې کوي او له کيمياوي وسلي کار اخلي  په  ورته حال کي عراقي سرتيري د موصل مرکز ته د نږدې کيدو په حال کي دي

د ملګرو ملتونو  د بشر حقونو سازمان ویاندې راوینا شمداساني ویلې: داسې ریپوټونه یې تر لاسه کړي چې داعش وسله والې دلې د عراق پوځ پخواني په سلګونه سرتیري په بیرحمۍ سره وژلي دي او په همام العلیل ښار ګوټي کې ډله ایز قبر تر لاسه کیدل ددې ډلې د جنایاتو ښکارندویي کوي.

په ورته حال کې د عراق پوځ اعلان کړی چې ډير ژرب ه د طیبا ښارګوټۍ به له چاودیدونکو توکو او ځای پر ځای شویو ماینونو پاک کړي.

له دې سره دوی ویلي چې د داعش په لیکو کې بهرني  جنګیالي هم شتون لري.

رامي فلاح – “څرنګه چې تاسو هم کولای شئ ووینئ دلته بهرنیو جنګیالیو هم شتون درلود. په لوړه شمیره دوی دلته وو  چې ډيریو یې د موصل ښار ته تیښته کړې او ځینې نور یې په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي. مونږ اوس مهال د سیمې په پاکوالي بوخت یو.”

له موصله کډوال له ډيریو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او دوی ډير ې شپې ورځې له خوړو اوبو او سرپناه پرته تیرې کړې دي له دوی څخه ځینې کسان داسې وایي:

وقاص ابراهيم- “دلته ډیری داسې کورنۍ شتون لري چې د داعش د بریدونو له ویرې یې کډوالي غوره کړې ده دې کسانو په دښتو کې درې شپې او ورځې له خوړو او اوبو پرته تیرې کړې دي اوس مونږ د موټر په تمه یو چې مون یوه امن ځای ته ولیږدوي.”

دا کسان د موټرو تر رارسیدو سره د عراقي سرتیرو له لوري ساتل کیږي او دوی ته خواړه اوبه او سرپنا ورکول کیږي. د موصل عملیات چې څلورمې اونۍ ته رسیدلي دوام لري او دا ښار له دوه زره څووارلسم  کال راهیسې د داعش وسله والو په واک کې وو چې له لاسه ورکول به یې د داعش د له منخه تلو په مانا وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *