د روان کال د وروستيو مياشتو په لړ کې 142 ملکي کسان د ماينونو په چاودنو کي وژل شوي

په هيواد کې د روان کال د وروستيو مياشتو په لړ کې ۱۴۲ ملکي کسان د ماينونو په چاودنو کي وژل شوي دي  د پيښو پر وړاندې اداري ددي ريپوټ ترڅنگ په کابل کي يونما ويلي چي د تيرو کلونو په پرتله د ماين له امله د قربانيانو شميره ۴۰ سلنه لوړه شوې ده

له دې سره چې له شپږویشتو کلونو راهیسې د ماین پاکۍ چارې روانې دي خو اوس هم افغانستان هغه څلورم هیواد دی چې ډيری خښ شوي ماینونه لري. اوس مهال د هیواد په دوه سوه نهه څلویښتو ولسوالیو کې له څلور زره ډير ماینونه د چاودیدلو لپاره چمتو دي. هغه ماینونه چې له دوه زره یو کال راهیسې خښ کړل شويو او وروسره هغه ماینونو چې د سړک پر غاړو کرل شوي او له لرې ځایه کنترولیږي هره میاشت د یوسل دوه څلویښتو کسانو د وژل کیدو لامل ګرځي.

په کابل کې د یونما دفتر د مالوماتو له مخې، په تیرو اته ویشتو کلونو کې تر اوه شل زره نوي کیلو متره ځمکه له ماینونو پاکه شوې ده خو تر اوسه هم اوه زره اوه ویشت کیلومتره سیمه پر ماینونو ککړه ده چې د پنځه لس زره کسانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی. خو په کابل کې د  یونما استازي ویلي، په افغانستان کې د ماین پاکۍ پلان په ښه توګه پر مخ روان دی او اوس مهال د ماین له امله د قربانیانو سره شمیره کې څلویښت سلنه کمښت راغلی دی.

په کابل کې د یونما استازي ویلي: د ماین پاکۍ پلان د دوهم پړاو تر پای ته رسیدو به هڅه وشي چې ټول ماینونه له منځه یوړل شي. خو د پیښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي: دوی تر راتلونکو لسو میاشتو د بودیجې له کمښت سره مخ دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *