دا ځل په مراکش کې د اسرایلی رژیم د بیرغ سوځول

دا ځل په مراکش کې د اسرایلی رژیم د بیرغ سوځول

په مراکش کې لاریون کونکو به دې هیواد کې د نړیوال یوه کنفرانس د تر سره کیدو پر مهال د اسرایلي رژیم د سیاستونو په غندلو سره ددې رژیم بیرغ سوځولی دی.

په لاریون کې په پلازمینه الرباط کې په لاره اچول شوی وو، په هغه ناسته کې چې ټاکل شوې  وه په مراکش کې د اسر ایلي رژيم د سیاستونو، اوبو او هوا په هکله تر سره شوی وی، قهرجنو لاریون کونکو د اسرایلو بیرغ سوځولی دی  او د اسرایلو دهغه استازو پر وړاندې یې شعارونه ورکول کوم چې ټاکل شوې وه په دې نړیواله ناسته کې یې ګډون کړی وی.

لاریون کونکو د اسرایلو منل یو ډول جوړښت ښودلی او د اسرایلو له لوري د هر ډول جنایت او جوړښت د پای ته رسیدو غوښتنه یې کوله.

دوی په مراکش کې د اسرایلیانو شتون د خاورې په نښه کول وښودل او هغه جنایتونو ته یې اشاره کوله کوم چې ددې رژیم له لوري د فلسطینیانو پر وړاندې شوي دي.

د لاریون ګډونکو ویلي: مراکش له اسرایلي رژیم سره هیڅ ډول جوړښت نغواړي او پر دې یې ټینګار کاوه چې د اسرایلو شتون یو باطله شتون دی او هیڅ کله به ریښتني رنګ خپل نکړي. «دا خو پر ځای پریږده چې د جوړښت پر وړاندې مقابله وکړي» (المر صدالوطني لمناهضه التطبیع) هغه مسولین چې د مراکش خاورې ته یې د اسرایلي استازو د ورتګ اجازه ورکړې ده، له دوی څخه وغوښتل شول ترڅو د مراکش په راتلونکې لوبه ونکړي. له دې سره دې مرکز ویلي، دوی به هیڅکله اجازه ورنکړي چې ددوی خاوره د صهیونیستي رژیم له لوري وکارول شي.

همدارنګه په فلسطین لپاره ملي ډلو(د  العمل الوطنی ټولنه من اجل فلسطین) دا ګام پورته کول په خپله خاوره کې د ګام پورته کولو په مانا ښودلي  دي.

له دې سره دې کنفرانس د تیرې  اونۍ دوشنبه په ورځ خپل کار له سره پیل کړ او د روانې میاشتې تر اتلسمې نیټې به دوام ولري. د پام وړ مسله خو داده چې په دې کنفرانس کې د اسرایلو منل او ددې رژیم د بیرغ پورته کولو ددې هیواد په بیلا بیلو سیمو کې نیوکې را وپارولې او په دې نیوکو کې د بشر حقونو او سیاسي فعالینو هم ګډون کړی وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *