صهیونیستان له نیل څخه تر فرات پوري د طرحې څیړلو په لټه کې دي

صهیونیستان له نیل څخه تر فرات پوري د طرحې څیړلو په لټه کې دي په عراق کې د مسلمان عالمانو لوي هئیت وایي: په موصل کې د صهیونستانو شتون په دي مانا ده چې ګویا دوي له نیل څخه تر فرات پوري د خپل هدف یا صهیونیستۍ طرح اجرا کول دي. مثنی حارث الضاري د قطر له الشرق ورځپاڼي سره د دي سوال په اړه چې آیا تاسو د موصل جګړه په اړه څه نظر لري زیاته کړه د موصل جګړه تر دي مهاله پوري لا نده پیل شوي دغه جګړه په څو برخو باندي ویشل شوي او په وختونو باندي تقسیم شوی خو دا جګړه به ډیر ژر د موصل په لویدیځ ښار کې د قدرت یا ځواک تر بشپړیدا پوري پیل شي. نوموړي ټینګار وکړو چې دغه جګړه به د دي ښار مهم والي او د جګړي بیلابیلو برخو له امله چې جریان لري د نسل وژني له مخي پیل شي. همدا راز نوموړي زیاته کړه چې هغه بیلابیل وسله وال یا شبه نظامیا چې دامهال د عراق په موصل ښارکې د دي ښار دخلاصون لپاره عملیات پیل کړي او بیلابیل کورنی وسله وال له دوی سره یوځاي شوي او د خلکو یا ولس زور وني ته یي دوام ورکړي نو د موصل د خلاصون جګړه به هیڅ کله هم په عراق کې لکه د نورو جګړو په شان داسی آساني سره پاي ونه مومي. حارث الضاري همداشان په دي جګړه کې د نورو لویدیځو مسیحي وسله والو ته هم نغوته کړي چې په عملیاتو کې یي ونډه اخیستی دي وايي په دي عملیاتو کې د صهیونیستی وسله والو شتون په علني ډول سره دا روښانه کړي چې دغه جګړه په دننه موصل کې د دوي شبکې له لوري حمایه کیږي خو دي وايي چې صهیونیستان به په دي جګړه کې پاتي نشي او دوي هوډ یا پلان لري ترڅو خپله صهیو نیستی طرحه چې غواړي نیل تر فرات پوره کړي. الضاري همداشان په دي برخه کې چې ګویا دغه جګړه څه کېدلي شي ، فرقه اي، صلیبي ، صهیونیستي او یا هم دري واړه توضیح په اړه وويل: د دري واړو موخه یوه ده او دري واړه ډلي له دي جګړي څخه ګټه پورته کوي او جګړه یواځي نوم روښانه کوي. صهیونیستی ريژیم او ایران ــ پرته له نړي څخه ــ له ختیځ او لویدیځ څخه بیلابیلي مسیحی ډلو ګډون په دي جګړه کې د دوي حمایت او ګډون، هغه شعارونه چې دصلیبیانو له لوري د دین ترنامه لاندي په دي جګړه کې کارول کیږي چې له دي څخه ډیري یي د رسنیو له لوري ترلاسه شوي او خپاره شوي دي او دغه ملاتړ د لویدیځ له لوري د دین ترحمایت لاندي په دي جګړه کې ده ، خو دغه کار نه دښمن بلکه د یو سیال او تمدن په څیر څیړي. او همدا راز د دوي مفکوره او طرز د لویدیځوالو ده نو د هغوي د سیوري له لاري کار اخلي. همداراز د عراق په موصل جګړه کې د یوي اسرائیلي رسنی شتون په دي معنا ده چې هغه سوال چې تاسو له ما څخه وړاندي پوښتنه کړي وه ځواب يي ده ځګه دا روښانه خبره ده چې د موصل په جګړه کې اسرایلي رسني شتون دا روښانه کوي چې دوي یواځی د خپلي موخي یا هدف ته ترلاسه کېدو لپاره په دي جګړه کې ګډون کړي که څه هم دوي ته د عراق جګړه مهمه نده خو د دوي هدف په عراق کې د جګړي له پیل په مخصوص ډول کردستان کې د جګړي پيل رادیخواه جدي موضوع نده شمیرل شوی خو اوس مهال چې دوي په علني ډول د عراق خبرراټولو په بهانه په دي هیواد کې د رسمی اجازه ترلاسه کول جدي خبره ده. الضاري په دي اړه چې آيا په دي جګړه کې د ترکیه ګډون او آيا د دوي هوايي ځواکونه کفایت کوي که لا باید ځمکني ځواکونه هم ګډون وکړي زیاته کړه: دا پریکړه خپله ترکیه پوري تړاو لري ځکه په دي برخه کې ترکیه باید خپله پریکړه وکړي چې دوي یواځې د چارچوب له مخي په دي عملیاتو کې ګډون کړي او که ترکیه له دي امله چې له موصل سره اوږد او ګډتاریخ له امله په دي عملیاتو کې ګډون کړي ترڅو خپلي ګټې خوندي وساتي. نوموړي د عراق ولسي سرتیرو په اړه وویل: که چیري د داعش کړني د اسلامي اصولو پرخلاف دي او نړیوالو ته دغه تګ لاره د منلو وړ نده خو ټولو رسنیو او ټولنیزو رسنیو هغه څه چې عراقي ولسي سرتیرو او دولتي سرتیرو زورزیاتي ترسره کړو ولید او حتا عربی رسنی هم له دي بد حالت څخه خبري شوي خو ټول پټه خوله پاتي شول او دغه اقدام يي نا لیدلي وګاڼه. خو دغه کارونه د نړیوالو له لوري بي تفاوته پاتي دي او د داعش پرجنایاتو پسی یی پښي بډ وهلی او په دي بهاني سره غواړي له تروریسم سره مبارزه وکړي او د ولسی وګړو په تیروتنو باندي یی سترګې پټي کړي دي. له دی سره نوموړي زیاته کړه هغه سرتیري چې دامهال د موصل ښار خلاصون لپاره په عملیاتو بوخت دي خورا په ځنډ سره پرمخ روان دي خو دغه جګړه به په نیږدي راتلونکې کې په هغو سیموکې چې دامهال داعش تري د دفاعي خط یا لیکې لپاره ګټه پورته کوي جګړه زور واخلي. حارث الضاري وایی: د موصل راتلونکې په دي ښارکې د جګړي پوري تړاو لري خو په راتلونکې کې دغه ښار له ستر ګواښ سره مخ دي خو موصل او عرق به له دي جګړي څخه وروسته د تیرپه شان پاتي نشي. دی وايی چې موصل او حلب دامهال سره ښی اړیکې لري او دامهال دواړه ښارونه یو ډول حالت تجربه کوي. دی زیاتوي چې دغه دواړه ښارونه په مهمو سیموکې شتون لري او یوشان حساس تاریخ لري چي په لري پرتو سیموکي ؤیري اوسیدونکې لري. په دواړو ښارونو کې نسل کشي روانه ده او د دي ښارونو تمدن لرونکې اوسیدونکې دي ته اړ کیږي ترڅو له دغو ښارونو څخه کډه شي. نوموړي د داعش ډل مشر ابوبکر البغدادي غږیز پیغام څیړلو په اړه وویل: په دي پیغام کې د داعش ادبیات معروفه او روښانه او د دوي هدف د ولسي وګړو بسیج یا یوځاي کول وو همدا شان په دي پیغام کې له کلکو او غښتلو ادبیاتو څخه ګټه پورته شوي وه چې د دي پیغام لیکونکې په اړه خورا پوښتني راپورته کوي، په خصوص ډول په دي پیغام کې د عراق نوم په مونث ډول کارول شوي چې دغه کار د یو عراقي له لوري خورا شونې نده. همدا ډول نوموړي د خپل هغه خبر په اړه چې د ۲۱ عربي العالم سایټ کې خپور شوي وويل:دا کومه نوي خبر نده ځکه د کار تل د ایراني شبکو له لوري د عراق په وړاندي ترسره کیږي، نه یواځی داچي د دي خبر لید یا سر غلط تعریف شوي په پاتي خبر کې هم ډیر څه دروغ ځای پرځای شوي چې هیڅ ډول دغه لفظونه سره یوالي نلری. ما هغه اهل تسنن چې سیاسی چارو کې یي ونډه اخیستی وه د دسترخوان په سر یتیمان په ګوته کړي په واضح یا روښانه ډول سره مې دغه خبره تعریف کړي او دغه کار او عمل مي غوښتل چې په عراق کې د ایران لاس وهونکې رسوا کړي چې دغه ګام زما د دوي د ناراحتی لامل ګرځیدلي او مونږ باندي یی تور پوري کړي چې ګویا د داعش څخه ملاتړ وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *