ولسي جرگې د بهرنيو چارو، ټول گټې وزارت ټولنيزو چارو وزيران استيضاح او بي واکه کړي دي

ولسي جرگې د بهرنيو چارو، ټول گټې وزارت ټولنيزو چارو وزيران استيضاح او بي واکه کړي دي د صلاح الدين رباني د ۱۴۰، محمود بليغ د ۱۶۴ او نسرين اورياخيل د ۱۴۳ ردو رايو سره مخ شوي او ويي نشو کولاي ترڅو د ولسي جرگي باور رايي بيا تر لاسه کړي

د حکومت په کابينه کي ځمکريژد يا زلزله!

د ولسي جرګې له لوري د کابینې د اولسو نوماندانو څخه چې ټاکل شوې استیضاح شي. نن د بهرنیو چارو، کار او ټولنیزو چارو او ټول ګټې وزیران ولسي جرګې له لوري استیضاح شوي وو. د ډیریو استازو پوښتنې له دوی څخه د بیکفایتۍ او بودیجې د نه لګولو په هکله وې.

د کار او ټولنیزو چارو وزیره، نسرين اورياخيل، د ټول ګټې وزیر، محمودبليغ او د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني په دې ډول د استازو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل.

له دې وروسته د رایې کارونې وار را ورسید

د رایو له شمیرنې وروسته روښانه شوه چې هیڅ یو وزیر د دوهم ځل لپاره د ولسي جرګې د باور رایو به تر لاسه کولو کې بریالی شوی ندی.

ددې دریو وزیرانو له بیواکه کیدو وروسته د ولسي جرګې ریس له حکومت څخه وغوښتل ترڅو ددې دریو وزیرانو پر ځای نور کسان دوی ته ور وپیژني.

ټاکل شوې هره ورځ د ولسي جرګې له لوري درې وزیران استیضاح او که چیرې دوی هم ونشي کولای د ولسي جرګې قناعت تر لاسه کړي د ننیو وزیرانو په برخلیک به اخته شي. د پلان له مخې ټاکل شوې سبا ته د مالیې پوهنې او ترانسپورت وزیران د ولسی جرګې له لوري استیضاح کیږي.

د ولسي جرګې ناسته په لومړیو کې له څنډو سره هم مخ وه. رمضان بشر دوست د نیوکې له مخې د عبدالظاهر قدیر په حکم سره له ولسی جرګې ویستل شو!

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *