روسیه پر هند یوزر پنځه سوه ټانکونه پلوري

روسیه پر هند یوزر پنځه سوه ټانکونه پلوري

هند په دې هیله دی چې د دغه تړون بیه به تقریبا دوه میلیارده ډالره شي. د دې پلان هم شته، چې په هند کې به د روسیې د لایسنس پر بنسټ له تیارو پرزو څخه د دغو ټانکونو د تړلو چارې هم تنظیم شي. د هند دفاع وزارت د وسلو رانېولو کمیسیون له پلوه د وسلو د رانېولو تایید د هغه دولتي سپارښت اړین پړاو دی، چې د معاملې د کېدو ضمانت نه کوي، خو له غوره شوو وسله پلورونکو سره د اساسي او بنسټیزو خبرواترو د پيل کېدو شونتیا ورکوي. د روسیې یو پوځي کارپوه ویکتور لیتوفکین له «سپوتنیک» راډیو سره په خپله مرکه کې وویل، چې هند، چین، الجزایر، مصر او په دې وروستیو کې عراق هم د روسیې د وسلو او جنګي تخنیک ستر رانېوونکي هېوادونه دي. ویکتور لیتوفکین په همدې تړاو د رڼا اچولو په ترڅ کې داسې وویل: «په تېره بیا د هند لپاره دا بیخي کېدونی کار دی. د هند د وسله والو ځواکونو د وسلو ۷۰-۸۰ سلنه د شوروي او یا د روسیې جوړښت وسلې دی. دا څه دپاسه ۶۰ کاله کیږي، چې موږ له هند سره د وسلو سوداګري لرو، وسلې او جنګي تخنیک يرې پلورو». د ویکتور لیتوفکین په باور له هند سره به د « Т-۹۰МС» ټانکونو د ورکولو تړون لاسلیک شي. او په همدې تړاو د غږېدو په ترڅ کې زیاتوي: «بې له کومه شکه دغه تړون به حتما لاسلیک شي. هند همدا اوس ۴۰۰ روسي « Т-۹۰» ټانکونه لري، او د یادولو وړ ده، چې دغه ټانک په حقیقت کې د هند لپاره جوړېده. او « Т-۹۰МС» ټانک د « Т-۹۰» ټانک نوی موډل دی. دغه ټانک د وسلو چلولو نوي سیستمونه لري، د مخابرې او د جګړې د ډګر د څارنې په ډېرو نوو سیستمونو، په نوو ګولیو او په نورو ډېرو نوو کارندو وزلو سمبال دی. « Т-۹۰» ټانک په همدغو لوریو کې ډېر نوی او بشپړ شوی او په پایله کې « Т-۹۰МС» ټانک ترې راوتلی دی. که چېرې دا په پام کې ونېول شي، چې هند غواړي له روسیې نه ټول ۱۵۰۰ ټانکونه راونیسي، نو د دغه هېواد لپاره د ۴۶۴ ټانکونو رانېول دومره ډېر نه دي. خو ټول ۱۵۰۰ ټانکونه په یوه وار نشي رانېولی. دغه کار ډېرې زیاتې پیسې غواړي. ځکه چې د یوه ټانک بیه ۴ میلیونه ډالره ده. خو په دغو پیسو کې یوازې د ټانک بیه نه ده، د ټانک چلوونکو ډلو د روزلو، د فالتو پرزو د ورکولو، د دغو ټانکونو د نوي کولو او د نورو خدمتونو د سرته رسولو پیسې هم پکې حساب شوي. دلته دا هم باید ووایم، چې له روسیې پرته په نړۍ کې بل یو هېواد هم پر هند باندې د ټانکونو او نور جنګي تخنیک د تولید لایسنونه نه پلوري». د پوځي کارپوه ویکتور لیتوفکین له خولې هند هڅه کوي، چې خپل ټانک وپنځوي، خو دغه هڅې یې تر اوسه بري ته نه دي رسیدلي. کارپوه زیاتوي: «څه دپاسه ۲۰ کاله کیږي، چې هند د خپل ټانک د پنځولو هلې ځلې کوي، خو تر اوسه پورې یې پر پنځولو نه دي بریالي شوی. د اوسمهالیزو لوړو تکنالوژیو پر بنسټ د جنګي تخنیک د جوړولو لپاره داسې مسلکي ښوونځي ته اړتیا ده، چې تجربه یې له یوه پښت نه بل ته لېږدیږي. خو په هند کې دغه ډول ښوونځی نه وو، یوازې اوس جوړیږي. سربېره پر همدې د ښه ټانک د جوړولو لپاره د ښه اینجن، د ښې زغرې، فلز، ربړ او د ډېرو نورو داسې څیزونو لرلو ته اړتیا ده، چې په یوه غوټه نه جوړیږي».

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *