د ولسمشر په توگه د ډونالد ټرامپ له ټاکل کيدو سره دده پر وړاندې نيوکې روانې دي

د ولسمشر په توگه د ډونالد ټرامپ له ټاکل کيدو سره دده پر وړاندې نيوکې روانې دي د انگلستان د مسلمانانو له ټولنې نيولې بيا تر اورپايي ټولنې او نړيوالو سازمانونو پوري   له دي ويره لري چي ټرامپ به د ټاکنيزو مبارزو پر مهال خپل شعارونه پلي کړي

د لندن په ختیځ کې د مسلمانانو ټولنې، د مسلمانانوپر مخ د امریکاا د پولو تړل چې ډونالډ ټرامپ یې شعارونه ورکول او دا یې ناسم سیاست ښودلی دی. دوی وایي: که چیرې دا شعار پلی شي نو انګلستان ته د ټرامپ سفر به له پراخو لاریونونو سره مل وي. په لندن کې د مسلمانې ټولنې ویاند ویلي: مخکې له دې چې ټرامپ دلته سفر وکړي باید له نورو پرګنو سره مسلمانان یوشانته وبولي او دا زدکړي.

سلمان فارسي- “زه فکر کوم که چیرې دی لندن ته سفر وکړي له نیوکو سره به مخ شي که چیرې دی لندن او په ځانګړې توګه دلته د سفر هوډ ولري باید دا زدکړې چې څرنګه مسلمانانو مسیحیانو او یهودیانو په ګډه یوه تولنه رامنځ ته کړې ده له دې وروسته دی کولای شي د عبرت درس واخلي.”

په همدي توګه د راوپایي کمیسیون مشر ویلي: کیدای شي د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ ټاکل د دواړو قارو ترمنځ اړیکې ترینګلې کړي. ده چې پّ لوزانبورګ کې خبرې کولې ویلي، د ټراامپ په ټاکل کیدو سره ویره شتون لري ځکه چې ټراامپ اروپایي تولنه په سمه توګه نه پیژني.

ژان کلوديونکر- “دا به اړینه وي چې د امریکا ولسمشر ته دا ور زدکړو چې اروپا څه شی ده او څه ډول کار کوي. ده ویلي وو، چې ناټو یوه زیان رسونکې ټولنه ده او د دفاع بل پلان یې وړاندې کړی وو، ټرامپ د اروپا د ستونزو د هواری لپاره حل لاره نلري. زه فکر کوم ترڅو چې دی د نړۍ له دې برخې پیژندګلوي تر لاسه کوي دوه کاله به تیر شوي وي.”

ډونالډ ټرامپ په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې د خپل هیواد یو شمیر لوی بهرني سیاستونه تر نیوکې لاندې راوستلي وو او په کورني سیاست کې یې هم مسلمانان او میرمنې تر برید لاندې راوستلې وې.

په ورته حال کې په امریکا کې د دوهمې ورځې لپاره هم دده پر وړاندې لاریونونو دوام درلود تیره ورځ د امریکا په ډیریو ښارونو کې دده پر وړاندې لاریونونه تر سره شوي. لاریون کونکو ویلي چې ټرامپ به ډيری غږونه بند کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *