سعودي عربستان ته د اسپانيا د پادشاه سفر

سعودي عربستان ته د اسپانيا د پادشاه سفر په لړکې د بښني نړيوال سازمان له ده څخه غوښتي ترڅو عربستان ته د هغه وسلو له پلور څخه ډډه وکړي کوم چي په يمن کي ترې کار اخستل کيږي ټاکل شوې نن د اسپانيا ولسمشر له سعودي عربستان څخه ليدنه وکړي

له سعودي عربستان څخه د اسپانیا د پادشاه دا لومړنۍ لیدنه ده چې تر سره کیږي. ددې سفر په لړ کې به اسپانوي چارواکي له خپلو سعودي سیالانو سره پر ریاض د پنځو جنګي بیړیو د پلور په هکله خبرې وکړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي: کیدای شي له دې بیړیو د یمن په جګړه کې کار واخستل شي. ده زیاته کړې سعودي مشران په یمن کې پر روغتونونو، مدرسو او ملکي سیمو هوایي بریدونه کوي.

په ورته حال کې د اسپانیا د دولت ویاند تیره ورځ ویلي وو: د اسپانیا د پادشاه سفر یو ډول تشریفاتي دی او دا ډول سفرونه د شاهي هیوادونو ترمنځ یو دود دی چې دا په خپله د اسپانیاهیواد په ګته ده.

له دې سره اسپانوي ورځپاڼو هم د ددې جنګي بیړیو پلور ته په نغوتې سره ویلي، دا «آوانته ۲۲۰۰» ډوله جنګي بیړۍ دي چې بی یې میلیاردونو ډالرو ته رسیږي. د سعودي عربستان په مشری ایتلاف د څلور نویم کال له وري میاشتې راهیسې پر یمن هوایي بریدونه پیل کړې چې ډيری ځلې پر ملکي ودانیو تر سره شوي دي. ددې هیواد په نږدې دوه کلنه جګړه کې تر اوسه له لسو زرو ډير کسان وژل شوي او په میلیونونه نور کډوالۍ ته اړ شوي دي.

 

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *