د ټرمپ مشاور: ایران سره اټومي تړون بیا ارزول کېږي

د ټرمپ مشاور: ایران سره اټومي تړون بیا ارزول کېږي

د ټرمپ د سلاکار په وینا، راتلونکی دولت به ایران سره شوی اټومي تړون بیا ارزوي او په اړه به مذاکره وکړي

بهرني سیاست کې د ښاغلي ټرمپ سلاکار ولید فارس بي بي سي سره مرکه کې دې پوښتنې ته ځواب کې چې ایا ټرمپ به دغه اټومي تړون “څېرې کړي؟” وویل؛ څېرل ښایي ډېره تونده کلمه وي، خو هغه به دغه تړون چې وړاندې شوی راواخلي او له اروپایانو او د تماس لوریو سره به پرې بیا کتنه وکړي.”

له ښاغلي فارس نه پوښتنه وشوه چې “ایا هدف بیا کتنه ده، نه د تړون پلې کېدو درول؟” هغه وویل؛ “هغه به وارزوي، کانګرس ته به یې ولېږي او له ایرانیانو به وغواړي چې څو مورده یې بدل کړي، خبرې اترې به وي او ډېرې لنډې خبرې اترې به وي.”

د ډونلډ ټرمپ سلاکار زیاته کړه: “تړون په اوسني شکل، یعنې د ایران رژیم ته د ۷۵۰ میلیون ډالرو لېږل پرته له دې چې په بدل کې یې دومره څه لاسته راشي، د سیمې څلورو نورو هېوادونو کې د ایران لاسوهنې زیاتوالی، د ټرمپ دولت لپاره به د منلو نه وي.”

ولید فارس سره د مرکې په بله برخه کې چې د اسلامي دولت (داعش) په اړه وه د ایران او امریکا د اړیکو خبره مطرح شوه. ښاغلي فارس وویل؛ د امریکا راتلونکي دولت د بهرني سیاست لومړیتوب داعش سره مبارزه ده. هغه وویل؛ د ډونلډ ټرمپ دولت کړنلاره به د امریکا اوسني دولت نه توپیر ولري او د نوي دولت چلند یې “لا پرېکنده او نه یواړخیز” وباله.

ښاغلي فارس وویل؛ د امریکا راتلونکی دولت به له عربي هېوادونو سره یو ایتلاف جوړ کړي او ترهګرۍ سره مقابله کې به د اروپایانو دفاعي سیسټم وکاروي او له روسیې سره همکارۍ په اړه یې هم وویل: “البته چې هغه به له روسانو سره خبرې وکړي، خو دا له روسیې سره د نړۍ د وېشلو په معنا نه ده.” د داعش پرضد روسیې سره د همکارۍ په تړاو هغه زیاته کړه، د امریکا لومړیتوب “له منځلارو عرب هېوادونو سره د ایتلاف جوړول دي او سترګې مو د اردون، مصر او [فارس] خلیج په څېر هېوادونو ته دي.”

د ډونلډ ټرمپ سلاکار د مرکه کوونکي څرګندونو ته چې یادونه یې وکړه دا ډول ایتلاف اوس هم شته وویل؛ “کاشکې داسې وای، خو ډېر عرب دیپلوماتان وایي چې لېواله وو د ترهګرۍ پروړاندې جګړه کې [له امریکا] سره دا ډول ګډ ځواک ولري، خو د اوباما دولت وویل نه، موږ نه غواړو چې تاسو سوریه یا عراق کې واوسئ … ایران سره د تړون له امله؛ له همدې امله [د داعش پرضد] د جګړې لویه برخه په عراق کې د ایران پلویو ملېشو لخوا مخته وړل کېږي.”

ډونلډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال ایران سره د اټومي تړون په تړاو بېلابېل او کله کله متضاد دریځونه خپلول. هغه په مارچ میاشت کې په خبرو کې وویل؛ دده لومړیتوب ایران سره د تړون لغوه کول دي، خو د سپتمبر په لومړیو کې یې په یوه ټلویزیوني مرکه کې د څو امریکایي اتباعو د نیولو له امله پر ایران د نیوکې او د هغوی د سملاسي خلاصون لپاره د ګام پورته کولو پر ژمنې سربېره وویل؛ که ولسمشر شي نو پر دغه تړون به بیاکتنه وکړي او له ایران سره به بیا خبرې وکړي. هغه د یوه سوداګر په توګه چنې وهلو کې خپلې وړتیا ته په اشارې وویل: “راتلونکی ولسمشر پوهېږی چې خبرې اترې باید څنګه وشي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *