په سوریه کې د سولی تړون لاسلیک شو

درگیری گروه های تروریست سوریه با یکدیگر

په سوریه کې د سولی تړون لاسلیک شو

په سوریه کې د پخلاينې روسی مرکز په خبرپاڼه کې لیکل شوی، «د نن ورځې په اوږدو کې د حما په ولایت کې ۴ او لاذقیه په ولایت کې ۲ د سولی تړونونه د شپږو سیمو د استازو تر منځ لاسلیک شوی». د سند له مخی په مجموع کې د ۹۲۴ نه زیاتی سیمی د سولی بهیر سره یوزای شوی دی. د دمشق ولایات د مودامیت الشیخ کلی د سیمه ییزو ناقانونه وسله والو ډلو قومندانانو او د حمص، حما، حلب او القنيطره ولایتونو د مخالفو ډلو تر منځ پرله پسی خبرو اترو جریان پای ته ندی رسیدلی. خبرپاڼه زیاتوی د وسله والو ډلو شمیر، چې د شخړۍ د درولو د شرایطو نه يي خپل ملاتړ اعلان کړی، د ۶۹ نه ندی زیات شوی. د ورځې په اوږدو کې د ناقانونه وسله والو ډلو له خوا ۴۷ بريدونه شوي، چې دمشق په ولایت کې ۲۱، د حلب په ولایت کې ۲۲، د القنيطره په ولایت کې ۲، لاذقیه په ولایت کې ۱ او د حما په ولایت کې ۱ یو برید ترسره شوی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *