پر بګرام هوایي ډګر د توغندي په برید کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
پر بګرام هوایي ډګر د توغندي په برید کې ۱۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د بګرام ولسوال ددې پیښې په پخلي سره ویلي، توغندی نن سهار د پنڅو بجو په شاوخوا کې د هوایي ډګر د افغان کارکونکو په منځ کې لګیدلی چې له امله یې درې کسان وژل شوي او دیارلس نور ټپیان دي.
مخکې له دې ویل شوي وو چې، په دې سیمه کې چاودنه رامنځ ته شوې خو وروسته بیا وښودل شوه چې دا چاودنه نه بلکې توغندی وو چې دنامالوم لوري څخه توغول شوی وو.
امنیتي مسولینو ویلي په دې هکله یې پلټنې پیل کړې. تر اوسه چا او نه هم کومې ډلې ددې برید مسولیت منلی دی.