روسیه وایي، د افغانستان نه د امریکای ځواکونو وتل، د طالبانو پرځای غوښتنه ده
روسیه وایي، د افغانستان نه د امریکای ځواکونو وتل، د طالبانو پرځای غوښتنه ده
روسیه هیله لري چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان د ستونزو حلولو لپاره یوه متوازنه پالیسۍ تعقیب کړی. دا خبری افغانستان لپاره د روسیي ولسمشر ځانګړي استازي، او د بهرنیو چارو وزارت د دوهم دیپارتمنت مشرضمير کابلوف کړی. کابلوف: «مونږ هیله لرو چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان د ستونزو حلولو لپاره یوه متوازنه پالیسۍ تعقیب کړی». نوموړی وویل،هغه غوښتنه چې طالبانو د امريکا نوي ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه ګړی چې امریکای ځواکونه د افغانستان نه وباسی، د دوی پرځای غوښتنه ده. د روسیې دیپلومات ټینګار وکړ: «د امریکا نوی حکومت باید په پام کې ولری چې د افغانستان د ستونزو حل پرته له روسیی او نورو سیمه ییز قدرتونه نه ناممکنه ده