د افغانستان لپاره د امریکا په سیاست کې بدلون نه راځي
د افغانستان لپاره د امریکا په سیاست کې بدلون نه راځي
د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ډونالډ ټرامپ د ۲۷۸ الکترال په ګټلو سره د امریکا نوی ولسمشر شو.
افغان شنونکي وایي، چې امریکا په خپل بهرني سیاست کې په مخکې لویې لارې لري او د نوي ولسمشرانو ټاکل به په دې سیاست کې کوم بدلون رانه ولي.
د امریکا د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي ډونالډ ټرامپ له څو میاشتو ټاکنیزو مبارزو وروسته د نومبر پر ۸مه نېټه د ۲۷۸ الکټرال رایو سره هېلیري کلېټن ته ماتې ورکړه او د امریکا د ۴۵ ولسمشر په توګه یې سپينې ماڼۍ ته لاره پيدا کړه.
مېرمن کلېنټن وروسته د ۲۱۸ الکټرال رایو نه د ماتې په منلو خپلو خبرو ته دوام ورنه کړ.
د سیاسي چارو او د نړیوالو اړیکو کارپوهان د امریکا د ولسمشر په توګه د ټرامپ ټاکنه او د پر افغانستان د هغه د اغېزې په اړه سلام وطندار ته وویل، امریکا داسې نظام جوړ کړی، چې سیاست پلی کوي؛ نه شخص.
د امریکا د بهرني سیاست تګلاره په ځانګړي توګه د افغانستان پر وړاندې د ده او یا د کوم بل ولسمشر په راتګ سره کوم بنسټیز بدلون نه کوي.
ښاغلی سجادي د مسلمانانو او د نورو نژادونو د وګړيو په اړه د ټرامپ دریځ ته په اشارې سره زیاته کړه، چې ټرامپ به د امریکا او اسلامي نړۍ ترمنځ اختلافونه له منځه یوسي.
همدارنګه سیاسي کارپوه فردوس کاوش هم وایي، چې افغانستان د امنیت له امله امریکایانو ته اهمیت لري او دغه هېواد به هېڅکله افغانستان ته د ځواکونو رالېږل او مرستې بندې نه کړي.
په همدې حال کې د ملي وحدت حکومت مشران هم د ټرامپ ټاکل د ولسمشر په توګه په نړۍ کې د ترورېزم د له منځه وړلو او د اقتصادي همکاریو له پاره یو جدي ګام بولي.
د طالبانو ډلې هم د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو په هکله غبرګون ښودلې او په هیله مندې سره وایي، چې د امریکا سیاست به د افغانستان په اړه بدلون ومومي او ټرامپ باید خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.