په عراق او سوریه کی د امریکا د هوايي عملیاتو په نتیجه کی تر سلو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي

په عراق او سوریه کی د امریکا د هوايي عملیاتو په نتیجه کی تر سلو زیات ملکي وګړي وژل شوي دي

په عراق او سوریه کی له ۲۰۱۴ کال راهیسې د امریکا د هوايي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کی ۱۱۹ ملکي وګړي وژل شوي دي. دا ټکۍ د امریکا د وسله والو ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ له لوري په خپره شوې اعلامیه کی ذکر شوی دی. په اعلامیه کی په عین حال کی اشاره شوې چی قومنداني «ټول ممکن اقدامونه د دې ډول پیښو د کمولو په غرض حتی پر واقعي هدفونو د ګوزارونو د ترسره کولو په زیان تر سره کوي». خو سره له دې، د مختلفو غیرحکومتي سازمانونو د معلوماتو له مخې، د «اسلامي دولت» (داعش، د تروریستي ډلې چی په روسیه کې منعه شوې) پر خلاف د امریکا په مشرۍ د بین المللی ایتلاف د هوایی ګوزارونو په نتیجه کی په سوریه او عراق کی تقریباً ۱۸۰۰ ملکی وګړي وژل شوي دي. د Amnesty International د بشر د حقوقو مدافع سازمان د ملکي وګړو تلفات یوازې په سوریه کی لږ تر لږه ۳۰۰ کسه ارزوي. په عین حال کی اشاره کوي چی د ملکي وګړو تلفات د ۲۰۱۵ کال له پایه، کله چی امریکا د عراق په موصل او د سوریې په رقه کی د داعش پر سنګرونو د یرغل لپاره تیارۍ پیل کړې، تر ډیره حده زیات شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *